د فېسبوک شبکې یو کاروونکی. کرېډېټ: رویټرز
د فېسبوک شبکې یو کاروونکی. کرېډېټ: رویټرز

فېسبوک د طالبانو له ګواښونو څخه د اغېزمنو افغانانو د خوندي ساتلو لپاره یو نوی آپشن فعال کړی چې کاروونکو ته یې اجازه ورکړي «په یو کلېک سره خپل حسابونه کولپ کړي».

څو ورځې مخکې فېسبوک پر خپلو پاڼو د طالبانو پر فعالیت بندیز لګولی و.‌ دغې ټولنیزې شبکې پرون پنجشنبه د اګست ۹مه وویل د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره یې تدابیر نیولي‌ چې د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.‌

د فېسبوک د امنیتي قواعدو مسول ناتانیل ګلایشر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:‌ «تېره اونۍ مو ټیم د خلکو د خوندي‌ ساتلو لپاره د شپې او ورځې کار وکړ.»

یادې شبکې اوس داسې یو اپشن فعال کړی چې کاروونکو ته یې اجازه ورکوي‌ «په یو کلېک سره خپل حسابونه کولپ کړي». دغه راز هغه کسان چې د کاروونکو د فېسبوکي‌ ملګرو په ډله کې نه دي نه شي کولی چې د هغوی انځورونه ډانلوډ او یا له نورو سره یې شریک کړي‌ او یا مطالبو ته یې لاسرسی ولري.‌ 

دغه راز افغانستان کې د انسټاګرام کاروونکي د خپلو حسابونو د خوندي ساتلو لپاره د یادې شبکې له لارې معلومات ترلاسه کوي.

ناتانیل ګلایشر زیاته کړې چې دوی د لنډمهال لپاره د فېسبوک د کاروونکو د ملګرو لېست د کتلو امکان هم له منځه وړی دی. 

فېسبوک تېره سه شنبه پر وټسپ هغه شمېره وتړله چې طالبانو د خلکو د شکایاتو د ثبت لپاره جوړه کړې وه. که څه هم طالبانو بیا د فېسبوک پر دغو بندیزونو نیوکه کړې، خو دغې شبکې وایي چې دوی پر ټولو هغو مطالبو او حسابونو بندیز لګوي‌ چې «د دغې شبکې له قواعدو څخه سرغړوي». 

فېسبوک زیاته کړې چې د ستونزو د هوارولو لپاره یې داسې یو ټیم جوړ کړی چې د افغانستان په ژبو خبری کولی شي. 

 

نورې ليکنې