انځور:‌ رویټرز
انځور:‌ رویټرز

د ناټو یو چارواکي نن جمعه وویل د تېرې یکشنبې په ورځ پلازمېنې کابل ته د طالبانو له ورتګ راهیسې تر ۱۸۰۰۰ ډېر کسان د کابل له هوایي‌ ډګر څخه ایستل شوي دي.

د ناټو د یو چارواکي په حواله له تېرې یکشنبې راهیسې تر ۱۸۰۰۰ ډېر کسان له افغانستانه ایستل شوي دي. نوموړي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې سلګونه کسان لا هم هڅه کوي چې له افغانستانه د وتلو په موخه هوایي‌ ډګر ته ځان ورسوي.‌

پرون پنجشنبه د شپې له خوا ۲۰۶ کسان له کابل نه فرانسې ته ورسېدل چې په ډله کې یې ۱۸۰ افغانان هم دي.‌ دغه راز د چهارشنبې په ورځ د افغانانو ۱۸۴ کسیزه ډله د پاریس رواسي شارل دو ګول هوایي دګر ته رسېدلې وه.‌ تېره دوشنبه د اګست ۱۶مه یو بل پرواز کې فرانسوي اتباع له کابله ایستل شوي ول.

تېره چهارشنبه د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون وویل چې تر دې دمه ۳۰۶ انګلیسان او ۲۰۵۲ افغانان «په خوندي توګه» له کابل څخه ایستل شوي دي.

بل پلو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۵۰۰ کسان یې له افغانستانه ایستلي دي. همداشان اسپانیا ژمنه کړې چې درېو نظامي الوتکو کې به له افغانستانه د خلکو ایستلو لړۍ پیل کړي. د اسپانیا حکومت په حواله ټاکل شوې وه چې پرون پنجشنبه د اسپانیایانو او د هغوی د افغان همکارانو یوه ۵۰ کسیزه ډله دې هیواد ته ورسېږي.

په ورته مهال پرون چهارشنبه ۸۶ تنه له کابله ایټالیا ته ورسېدل چې په ډله کې یې ایټالیایان، افغانان او کورنۍ یې او د ناټو او د اروپایي ټولنې پرسونل شامل دي. ټاکل شوې چې ۲۰۰ تنه نور هم ایټالیا ته انتقال شي.‌

دغه راز د ډنمارک لومړي وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ ۸۶ تنه چې ډېری یې افغانان دي له کابله ایستل شوي دي.

تر دې دمه امریکایي پوځ توانېدلی چې ټولټال ۵۲۰۰ وګړي وباسي چې له دې ډلې یې ۲ زره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایستل شوي دي.‌

 

نورې ليکنې