بې ځایه شوي کورنۍ. انځور:‌ پېکچر الاینز
بې ځایه شوي کورنۍ. انځور:‌ پېکچر الاینز

د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته فرانسه کې مېشت ډېری افغان مهاجر د خپلو کورنیو د هغو غړو د برخلیک په هکله اندېښمن دي چې افغانستان کې بند پاتې دي.‌ دوی وایي چې کورنۍ یې د طالبانو له خوا تر ګواښ لاندې دي.

اته ویشت کلن جاوید له دوو میاشتو راهیسې په پاریس کې اوسېږي. دغه ځوان مهاجر وایي:‌ «ما افغانستتان کې له بهرنیو سره کار کاوه. ډېری وختونه پر کاري سفرونو بوخت وم. د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوم.»

جاوید د ګڼو افغانانو په څېر د ایران او ترکیې له لارې یونان او ورپسې بیا بوسنیا، کروشیا او فرانسې ته ځان رسولی.‌ 

هغه وایي: «څو ورځې مخکې کله چې مزار کې جګړه پیل شوه ما خپلې کورنۍ ته وویل چې باید له کوره ووځي. دوی مې د یوه ملګري کور ته لاړل.‌ کله چې مزار سقوط وکړ، پخواني ګاونډیو مې کورنۍ سره تلفوني تماس ونیوه او ورته یې وویل چې وسله وال طالبان په کوڅه کې ګرځي راګرځي او زموږ په لټه کې دي.»

بیا ولولئ: فېسبوک اغېزمنو افغانانو ته اجازه ورکوي چې خپل حسابونه له طالبانو څخه خوندي وساتي

«که طالبان مې کورنۍ پیدا کړي، نو وژني یې»

جاوید د خپلې کورنۍ د راتلونکي په اړه اندېښمن دی. په وینا یې:‌ «دوی له یوې اونۍ راهیسې زما د ملګري په کور کې ځان پټ کړی دی. د طالبانو له وېرې له کوره نه شي‌ وتلی.‌ له افغانستان څخه هم وتل ورته ممکن نه دي ځکه چې پاسپورټ نه لري.»

دغه ځوان مهاجر وایي چې له یوې اونۍ راهیسې یې روحي وضعیت ډېر خراب شوی دی.‌ د نوموړي په حواله: «نور افغانستان کې ژوند نورمال نه دی.‌ که طالبان مې کورنۍ پیدا کړي نو وژني یې.‌»

نوموړی دا هم وایي چې یوه میاشتې مخکې یې فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو د دوبلیني مهاجر په توګه پېژندل کېږي او د سرپناه د نه لرلو له ستونزې سره مخ دی. هغه زیاتوي: «کله هلته او کله دلته شپه سبا کوم. خپل روحي حالت بیانولی نه شم. نه پوهېږم چې دغه ستونزې به څنګه هوارې شي.»

بیا ولولئ: اروپایي ټولنه: اروپا دې زیات شمېر افغان مهاجر ومني

«دوی بشري فعالان ژوندي نه پرېږدي»

پنځه دېرش کلن قسیم یو بل افغان مهاجر دی چې د فرانسې په لیون ښار کې اوسېږي. نوموړي چې خپلې عالي زده کړې یې افغانستان کې ترسره کړې دي څلور کاله مخکې د ګواښونو له امله د خپل هیواد او مسلک پرېښودو ته اړ شوی دی.‌

هغه وایي:‌ «ټوله کورنۍ مې افغانستان کې ایساره پاتې.‌ ښځه مې هم هلته ده. څه موده مخکې مې فرانسې ته د هغې د راغوښتلو کارونه پیل کړل.‌ خو وضعیت ډېر ژر دومره خراب شو.» 

قسیم وایي چې تر اوسه د طالبانو له خوا د کابل د نیول کېدو له امله په شوک کې دی.‌ په وینا یې: «زه طالبان ښه پېژنم.‌ په ۱۹۹۶ کې افغانستان کې وم. د طالبانو ډاروونکی، تاوتریخجن او غیرانساني سیاست به هېڅکله هم نه هېروم. اوس چې ګورم دوی بېرته واک ته رسېدلي، حال مې خرابېږي.»

دغه افغان مهاجر چې فرانسه کې په کار بوخت دی وایي، ډارېږي چې طالبان یې کور ته دننه شي او له ښځو سره بد او تاوتریخجن چلن وکړي.‌ په وینا یې:‌ «د هغوی ناڅرګند برخلیک اندېښمن کړی یم. څه به پېښ شي؟ طالبان به ورسره څنګه چلند وکړي؟ زه د یوې ازادې او روشنفکرې کورنۍ غړی یم.»

قسیم ټینګار کوي چې ټول عمر یې د انساني حقونو لپاره مبارزه کړی دی او کورنۍ یې هم دغه برخه کې فعاله ونډه درلوده. په وینا یې:‌ «طالب وسله وال د بشري حقونو دښمن دي.‌ دوی بشري فعالان ژوندي نه پرېږدي.»

له افغانستانه د اغېزمنو د ایستلو هڅې

له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر اشرف غني تر تېښتې وروسته طالبانو پر کابل او نورو لویو ولایتونو ولکه ټینګه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یکشنبې راهیسې په زرهاوو افغانان هڅه کوي چې د کابل د هوایي ډګر له لارې له هیواده ووځي او ځان امنو هیوادونو ته ورسوي.

بیا ولولئ:‌ افغانان څنګه کولی شي په بېړني ډول فرانسې ته خپل کورنۍ را وغواړي؟

په ورته مهال امریکایي او اروپایي هیوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري فعالانو د برخلیک په هکله اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د اغېزمنو کسانو د ایستلو لپاره هڅه کوي.‌ نن جمعه د ناټو یو چارواکي‌ د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې له تېرې یکشنبې راهیسې تر ۱۸۰۰۰ کسان له افغانستانه ایستل شوي دي چې په ډله کې یې زیات شمېر افغانان هم دي.‌

 

نورې ليکنې