په داسې حال کې چې د کابل له هوايي ډګر څخه د زرګونه افغانانو د ایستلو پروسه دوام لري، امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو د هجوم د سمبالولو په موخه اوښکي بهونکي ګاز کارولی. د فرانسې سفارت بیا له خلکو غوښتي چې د خپل امنیت په خاطر سفارت او شاوخوا سیمي پریږدي.
وروسته له هغه چې د شنبې په ورځ طالبان کابل ته ننوتل زرګونه افغانانو له هیواد څخه د تیښتې په موخه د بهرنیو هیوادونو سفارتونو او د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شول. د اونۍ له پیل څخه تر دې مهاله ۲۰ زره بهرنیان او د دوې افغان همکاران له افغانستان څخه ایستل شوي دي.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د لویدیځ د یو لوړپوړي چاروکي له خولي لیکلي چې امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ د اګست په ۲۰ مه، د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو د هجوم د مخنیوي په موخه له اوښکي بهونکي ګازو څخه استفاده کړې.
په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې لیدل کیږي چې دکابل په هوايي ډګر کې یو پلار خپل کوچنۍ لور په غیږ کې نیولی او ژاړي. ویل کیږي چې دغه ماشومه په ډزو کې وژل شوې.
ډیویډ مارتینون تیره ورځ د اګست په ۱۹ په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل:« په کابل کې د فرانسې سفارت تغیر د ځای کړی. یوه اونۍ وړاندې د کنسولګرۍ کارکوونکي وزیر اکبر خان څخه تللي. سفارت کې هیڅ څوک نشته چې د ویزو کار ترسره کړي. د خپل امنیت په خاطر سیمه پریږدي.»
تر دې مهاله د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې د ۱۲ افغانانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن جمعه د کابل په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو د امریکايي ځواکونو د ایستلو، د یو شمیر افغانو لپاره د ځانګړو ویزو او د دوې د ایستلو په اړه خبري وکړي.
فرانسې سفارت له افغانانو غوښتي چې د سفارت شاوخوا سیمې تخلیه کړي
د کابل هوايي ډګر سربیره ګڼ شمیر افغانان په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو مخې ته راټول شوي دي ترڅو ځان ته له هیواد څخه د وتلو لارې چارې برابرې کړي.
سره له دې چې د فرانسې سفارت د کابل هوايي ډګر ته انتقال شوی خو بیا هم ګڼ شمیر خلک له تیرو څو ورځو راهیسې له خپلو اسنادو سره د دغه سفارت مخې ته راټول شوي دي.
په کابل کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارتینون وايي چې په سفارت کې هیڅ څوک نشته چې د ویزې کارونه مخکې یو سي. هغه له خلکو غواړي چې د خپل امنیت لپاره دې د سفارت سیمه پریږدي.
د فرانسې سفیر تیره ورځ د اګست په ۱۹ په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل:« په کابل کې د فرانسې سفارت تغیر د ځای کړی. یوه اونۍ وړاندې د کنسولګرۍ کارکوونکي وزیر اکبر خان څخه تللي. سفارت کې هیڅ څوک نشته چې د ویزو کار ترسره کړي. د خپل امنیت په خاطر سیمه پریږدي.»
تر دې مهاله له کابل څخه درې الوتکي چې افغانان او فرانسویان په کې سپاره ول پاریس ته رسیدلي دي. وروستۍ الوتکه تیره ورځ پاریس هوايي ډګر کې ښکته شوه چې له ۲۰۰ څخه ډیرافغانان او فرانسویان يي له کابل څخه وایستل. سربیره پر دې لاهم سلګونه افغانان چې له فرانسویانو سره يي کار کړی انتظار باسي ترڅو فرانسې ته د دوې د انتقالولو لارې چارې برابرې شي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري ناورین خبردارۍ ورکړی او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو څخه يي غوښتي چې خپلې پولې دې د افغانانو پر مخ پرانیزي.