د ترکیې او یونان ترمنځ سرحدي دېوال. انځور: پېکچر الاینز
د ترکیې او یونان ترمنځ سرحدي دېوال. انځور: پېکچر الاینز

یونان تېره جمعه وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته یې د افغان مهاجرو د نویو څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله د ۴۰ کیلومتره په اوږدوالي د سرحدي دېوال د جوړولو کار پای ته رسولی دی.

د یونان د ښاریانو د ساتنې وزیر میکالیس کریسوکویدېس تېره جمعه اوروس سیمې ته تر سفر وروسته وویل چې د افغانستان کړکېچ د «مهاجرو د څپو» سبب ګرځېدلی شي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ نه شو کولی چې په انفعالي توګه ممکنو [ناوړه] اغېزو ته انتظار وباسو. سرحدونه به مو خوندي پاتې کېږي.»

د ښاغلي کریسوکویدېس په حواله په تېرو څو ورځو کې د سرحدي دېوال د جوړولو کار پای ته رسېدلی دی چې په نویو تکنالوژیو او الکترونیکي سیستم مجهز دی. تر دې دمخه یوناني چارواکو د ۱۲،۵ کیلومتره په اوږدوالي د سرحدي خنډونو د جوړولو کار پای ته رسولی و.

په ۲۰۱۶ کې د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ اروپا ته د مهاجرو د راتګ د مخنیوي تړون وروسته یونان کې ته د اوښتونکو مهاجرو شمېر کې کموالی راغی.

تېره جمعه د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تلفون له لارې افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه سره وغږېدل. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې د ترکیې ولسمشر خپل یوناني سیال ته ویلي، که چېرې نړیواله ټولنه د افغانستان او ایران ملاتړ و نه کړي، د مهاجرت نوې څپې به رامنځ ته شي.

بیا ولولئ: اروپایي ټولنه: اروپا دې زیات شمېر افغان مهاجر ومني

له اوږدې مودې راهیسې د مهاجرو د مسلې پر سر د ترکیې او یونان اړیکې ترینګلې دي.

په تېرو څو میاشتو کې یونان خپل مهاجرتي سیاست سخت کړی. یونان په پام کې لري چې ساموس او لېسبوس ټاپوګانو کې د مهاجرو لپاره دوه تړلي کمپونه جوړ کړي.

د رسنیو او سازمانونو په حواله یوناني چارواکو په وار وار هڅه کړې چې د اژې سمندر له لارې دې هیواد ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي. خو یونان بیا ترکیې ته د مهاجرو د بېرته لېږدونې ادعاوې ردوي. 

 

نورې ليکنې