د پاریس په ربلیک میدان کې د افغانانو لاریون. ۲۲ اګست ۲۰۲۱. انځور: کډوال نیوز
د پاریس په ربلیک میدان کې د افغانانو لاریون. ۲۲ اګست ۲۰۲۱. انځور: کډوال نیوز

د فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې سلګونه افغان کډوال د یو لاریون په ترسره کولو سره د فرانسې له دولت څخه و غوښتل چې ژر تر ژره د دوې د کورنیو د راوستلو زمینه برابره شي. یو شمیر کډوال وايي چې د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د دوې د کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

دغه افغان کډوال چې کلونه کیږي د خپلو کورنیو راوستلو ته انتظار باسي اوس د طالبانو له راتګ سره د دوې اندیښنه لا پسې ډیره شوې. دوې وايي چې میرمنې او ماشومان يي د ویرې له کوره نه شي وتلی.

په فرانسه کې میشت سلګونه افغانان د یکشنبې په ورځ د پاریس ښار د ریپلک په میدان کې راټول شوي و او«زمونږ د کورنیو ژوند وژغورئ» د شعارونو په ورکولو سره يي د فرانسې له دولت څخه غوښتنه کوله چې هر څه ژر د دوې د کورنیو راوستلو ته زمینه برابره کړي.

«ویره مې داده چې طالبانو زما په کور برید و نه کړي»

د لاریون یو تن ګډونوال کډوال جاوید* د خپلې میرمنې په اړه چې په ننګرهار ولایت کې بند پاتې سخته اندیښنه لري. دغه ۳۳ کلن افغان وايي چې میرمن يي ننګرهار ولایت کې له نړیوالو ادارو سره د بشري حقونو او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په برخه کې کار کاوه او اوس د طالبانو له ویرې په کور کې ناسته ده او نه شي کولای خپل کار ته ادامه ورکړي. نوموړی وايي چې میرمن يي د طالبانو له ګواښ سره مخامخه ده.

جاوید کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل: «میرمن مې چې څلور کاله يي له نړیوالو اداره سره دنده ترسره کوله او د ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ د وروستۍ سمستر محصله وه د طالبانو له راتګ سره يي هرڅه درولي او په کور کې ناسته ده. زما میرمن حتی د طالبانو د راتګ مخکې د دوې لخوا ګواښ سره مخامه وه. ویره مې داده چې طالبانو زما په کور برید و نه کړي.»

جاوید ۶ کاله کیږي چې له خپلې کورنۍ سره د یوځای کیدو لپاره انتظار باسي. نوموړی وايي چې په ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې يي د فرانسې اړوندو ادارو ته د خپلې کورنیو دراوستلو غوښتنه کړې خو تر دې مهال په دې نه دی توانیدلی چې خپل میرمن فرانسې ته راوغواړي.

بیا ولولئ: د کابل هوایي ډګر کې د خلکو هجوم؛ فرانسې سفارت له خلکو غوښتي چې د سفارت شاوخوا سیمې پرېږدي

د فرانسې له دولت څخه غوښتنه کوله چې هر څه ژر د دوې د کورنیو راوستلو ته زمینه برابره کړي. انځور: کډوال نیوز
د فرانسې له دولت څخه غوښتنه کوله چې هر څه ژر د دوې د کورنیو راوستلو ته زمینه برابره کړي. انځور: کډوال نیوز

«زما د کورنۍ سرنوشت نامعلوم دی»

د لاریون بل ګډونوال محمد* چې میرمن او دوه ماشومان يي د افغانستان په کونړ ولایت کې بند پاتي وايي چې کورنۍ يي د ډوډۍ خوړلو لپاره پیسې نه لري. هغه وايي په افغانستان کې بانکونه تړلي او نه شي کولای خپلې کورنۍ ته پیسې واستوي.

محمد وویل: «خلک له طالبانو ویره لري. میرمن مې ناروغه وه خو د طالبانو له ویرې و نه شو کولای حتی ډاکټر ته ولاړه شي. زما د کورنۍ سرنوشت معلوم نه دی.»

دغه افغان ځوان چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې په فرانسه کې اوسیږي وايي چې د ۲۰۱۹ کال دمارچ په میاشت کې يي په پاکستان کې د فرانسې سفارت ته د خپلې کورنۍ د راوستلو غوښتنه ثبت کړې. هغه وايي چې له کلونو انتظار وروسته څو اونۍ وړاندې سفارت ځواب راکړ چې مونږ د کورنیو دوسیو باندې کار نه کوو.

دغه افغانان د فرانسې له دولت څخه غوښتنه کوي چې د کورنیو ژوند يي و ژغوړي او هر څومره ژر چې ممکن وي فرانسې ته د دوې د راوستولو زمینه برابره کړي.

د لاریون تنظیموونکي وايي چې په افغانستان کې یو شمیر ماشومان او میرمنې د خپل میړه او پلرونو د کلونو انتظار له امله رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.

بیا ولولئ: فرانسه کې مېشت افغان کډوال افغانستان کې د خپلو کورنیو په هکله اندېښنې څرګندوي

دوی وايي چې په افغانستان کې یو شمیر ماشومان او میرمنې د خپل میړه او پلرونو د کلونو انتظار له امله رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي. انځور: کډوال نیوز
دوی وايي چې په افغانستان کې یو شمیر ماشومان او میرمنې د خپل میړه او پلرونو د کلونو انتظار له امله رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي. انځور: کډوال نیوز

«که غوښتنې مو و نه منل شي نو خپل لاریون ته به دوام ورکړو»

د لاریون یوتن تنظیم کوونکی عزت وزیر تره خیل کډوال نیوز ته وویل چې د فرانسې دولت باید د افغانانو د کورنیو د راوستلو لپاره د ویزو یو ځانګړی سیستم جوړ کړی تر څو ژر تر ژره د دوې راوستلو ته زمینه برابره شي.

تره خیل غواړي چې د کډوالو له یو شمیر استازو سره یوځای د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سره وګورۍ او له نږدې نه د افغانو کورنیو ستونزې ورسره شریکې کړي. نوموړی وايي که غوښتنې يي و نه منل شي نو خپل لاریون ته به دوام ورکړي.

په فرانسه کې د ټولو افغانانو پناه غوښتونکو دوسیو ته عاجله رسیدګي، د فرانسې له توقیف مرکزونو څخه د افغانانو آزادول او د ډوبلن له منځه وړل نورې غوښتې وې چې په دغه لاریون کې ترسره شوې.

د فرانس پرس خبري آژانس د راپور پر اساس له تیرې یوې اونۍ راهیسې شاوخوا ۱۰۵۵ فرانسویان او افغانان له کابل څخه پاریس ته انتقال شوي دي. په کابل کې د فرانسې سفیر وايي چې دغه لړۍ دوام لري خو لاهم زرګونه کورنۍ له کابل څخه د وتلو د انتظار شیبې شماري.

وروسته له هغه چې د اګست میاشتې په ۱۵ طالبان کابل ته دننه شول، زرګونه افغانان له هیواد څخه د تیښتې په موخه د کابل هوايي ډګر او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو مخې ته هجوم یووړ. د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې ۲۱ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ناټو اعلان کړی چې تر دې مهاله ۲۰ زره افغانان د بهرنیو ځواکونو په مرسته له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

  • مستعار نومونه
 

نورې ليکنې