انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

پرون یکشنبه د شپې له خوا د افغانانو ۲۵۰ کسیزه ډله فرانسه ته ورسېدله. کابل ته د طالبانو تر ورتګ راهیسې ۱۰۸۵ کسان چې ډېری یې افغانان دي فرانسې ته راوستل شوي دي.

د فرانسې د لوی درستیز په حواله پرون شپه د فرانسې حکومت یوې نظامې الوتکې ۲۵۰ فرانسویان او افغانان له کابل څخه پاریس ته انتقال کړي دي. دغه کسان لومړی ابوظبي او ورپسې پاریس ته انتقال شوي دي. 

د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې وه چې له افغانستانه د ایستل شویو کسانو یوه ۱۵۰ کسیزه ډله د یکشنبې شپې له ابوظبي څخه پاریس ته انتقال شي.

بیا ولولئ: د ناټو چارواکی: له یکشنبې راهیسې تر ‍۱۸۰۰۰ ډېر کسان له افغانستانه ایستل شوي

پر کابل د طالبانو تر ولکې دوه ورځې وروسته فرانسې تېره سه شنبه د فرانسوي اتباعو او افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

تېره سه شنبه ۴۱ تنه چې ډېری یې فرانسویان ول له افغانستانه وایستل شول.

د چهارشنبې په ورځ یوه ۲۰۹ کسیزه ډله چې ډېری یې افغانان ول پاریس ته انتقال شول.

دغه راز تېره پنجشنبه ۲۰۶ تنه، د جمعې په ورځ تر سلو ډېر کسان او تېره شنبه سلګونه نور له ابوظبي څخه پاریس ته راوستل شوي دي.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې «هغه افغانان چې غواړي فرانسه کې پاتې شي دولت ورسره مادي او اداري مرسته کوي. دوی کولی شي چې پناه وغواړي.»

بیا ولولئ: فرانسه کې د افغان کډوالو لاریون: «زموږ د کورنیو ژوند وژغورئ»

د دفاع وزارت سرچینو ټینګار کړی چې د کابل هوایي ډګر شاوخوا کې وضعیت «خورا پیچلی» دی، خو د فرانسې سفارت د پاتو کسانو د ایستلو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

تېره یکشنبه کابل ته د طالبانو تر ورتګ وروسته زرګونو هغو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته ځان ورساوه چې غوښتل یې له هیواده ووځي.

ویل کېږي چې تر دې دمه هوایي ډګر کې د ګډوډیو له امله ۲۹ تنه وژل شوي دي. د برتانوي چارواکو په حواله تېره شنبه ۷ کسانو د کابل هوایي ډګر شاوخوا کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. 

 

نورې ليکنې