ناټو وايي چې د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې تیره اونۍ ۲۰ کسان چې له افغانستان څه د وتلو هڅه يي درلوده وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۴ میرمنې هم شاملې دي.
وروسته له هغه چې د اګست په ۱۵ طالبان د کابل ښار ته ننوت زرګونه افغانان له افغانستان څخه د تیښتې په موخه د کابل هوايي ډګر خواته هجوم یووړ چې لاهم د میدان او شواخوا سیمو کې د خلکو ګڼه شتون لري.
د ناټو یو چارواکي رویټرز خبري آژانس ته د یکشنبې په ورځ وویل چې یوازې تیره اونۍ ۲۰ تنه افغانان د کابل هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د یوبل خبر له مخې د جرمني ځواکونو نن دوشنبه وویل چې د کابل په هوايي ډګر په شمالي دروازه کې د نامعلومو وسله والو او امنیتي ځواکونو په نښته کې یو تن افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپان دي.
وسله والو طالبانو د کابل هوايي ډګر د ګډوډیو مسولیت پر بهرنیو ځواکونو اچوي او وايي چې دوې د دغو ګډوډیو مسول نه دي.
د کابل په هوايي ډګر کې له تیرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې د بهرنیو ځواکونو لخوا د یو شمیر افغانانو ایستل پیل شوي چې تر دې مهال څه باندې ۲۰ زره بهرنیان او افغانان له افغانستان څخه ایستل شوي دي.
نور ولولئ:د کابل هوايي ډګرکې د خلکو هجوم؛ فرانسې سفارت له خلکو غوښتي چې د سفارت شاوخوا سیمې پریږدي
په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویره خپاره شوي چې د کابل هوايي ډګر کې د ننه میرمنې، ماشومان په بد وضعیت کې ایسار پاتي. یو شمیر خلک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له ورځو انتظار وروسته دوې د څښاک اوبو او خوراکي موادو ته لاسرسۍ نه لري.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره نن دوشنبه د اګست په ۲۳ پر افغانانو غږ وکړ چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ولاړ نه شي. یاده اداره په یوه بیانیه کې په دې اړه ویلي: « د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه تر امر ثاني پورې ټول پروازونه دریدلې. ټولو مسافرینو او هیوادوالو ته چې له میدان څخه ولایتونو او یا له هیواد څخه بهر د سفر هوډ لري، خبر ورکول کیږي چې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي له امله میدان ته رانه شي.»
یاده اداره وايي چې هغه خلک چې د سفر لپاره قانوني اسناد ولري له اړوندو نهادونو لخوا د سفر لپاره ورسره اړیکه نیول کیږي.د ملکي هوايي چلند اداره زیاتوي چې پر داسې یو پروسیجر کارکوي چې په نږدې راتلونکي کې داخلي او خارجي پروازونه له سره پیل کړي.