د ترکیې او یونان ترمنځ انځور: د رویټرز له ویډیو څخه
د ترکیې او یونان ترمنځ انځور: د رویټرز له ویډیو څخه

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس له اروپایي هیوادونو څخه غوښتي دي چې اروپا ته د افغان مهاجرو د نویو څپو د راتګ د مخنیوي لپاره باید د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره مرسته وکړي.

تېره یکشنبه د اګست ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د زرګونو افغانانو د راتلونکي او اروپا ته د مهاجرو د احتمالي څپو په هکله اندېښنې رامنځ ته شوې دي.

د یونان لومړي وزیر میتسوتاکیس پرون دوشنبه وویل: «اروپایي ټولنې ته په کار ده چې [اروپا ته] د مهاجرو د څپو د راتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ وکړي.»

نوموړي د اروپایي پارلمان له مرستیالې روبرتا مېتسولا سره کتنه کې وویل چې تر دې دمخه یونان توانېدلی چې د ټولیز مهاجرت مخه ونیسي او دا ځل به هم له «ورته پالیسۍ څخه» کار واخلي.

بل پلو د یونان حکومت ویاند یانس اویکونومو د دوشنبې په ورځ وویل چې اټن د مهاجرو او د پناه غوښتونکو مسله جدي نیسي.

د چارواکو په حواله یونان له ترکیې سره پر پوله د ۴۰ کیلومتره په اوږدوالي د خنډونو جوړولو کار پای ته رسولی دی. ټاکل شوې چې د دغه سرحدي دېوال د ساتلو لپاره بې پیلوټه الوتکې، کامرې او راډارونه وکارول شي او ۲۵۰ نور سرتېري هم سیمې ته واستول شي.

د یادولو ده چې د یونان لومړي وزیر تېره جمعه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د تلفون له لارې خبرې کړې وې. د یونان حکومت ویلي چې دواړو خواوو د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره پر مرستو ټینګار کړی دی.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په حواله دمګړۍ یونان کې د افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو شمېر ۴۰۰۰۰ تنو ته رسېږي. 

 

نورې ليکنې