انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې تېره شنبه په ۳۰ کښتیو کې سپاره ۸۲۸ مهاجر دغه هیواد ته رسېدلي دي. دا په یوه ورځ کې برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو تر ټولو لوړ شمېر دی. په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې برتانیا ته یې د ۲۰۰ کسانو د ورتګ مخنیوی کړی دی.

د امنیتي تدابیرو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو لپاره هڅه کوي. تېره شنبه د اګست میاشتې ۲۱مه تر ۸۰۰ ډېر کسان چې په ۳۰ کښتیو کې سپاره ول د دې کانال له لارې برتانیا ته ورسېدل.

بي بي سي د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله وایي چې فرانسوي چارواکو په همدغه ورځ برتانیا ته د ۱۹۳ کسانو د ورتګ مخنیوی کړی دی.

د بي بي سي په حواله د اګست پر ۱۲مه ۵۹۲ کسان د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی و.

په ورته مهال انګلیس کانال کې د ناقانونه مهاجرت پر ضد د مبارزې ادارې قومندان دان ماهوني ویلي چې «د اروپایي ټولنې له خوندي هیوادونو څخه برتانیا ته سفر کول غیر ضروري دي» او دوی ډاډه دي چې هغه «شیطاني جرمي ډلې» له منځه یوسي چې دغه سفرونه تنظیموي.

د تېرې جولای میاشتې پر ۲۰مه برتانیا او فرانسې هوکړه وکړه چې د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د تلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره به فرانسې سواحلو کې سرتېري او تجهیزات ځای پر ځای شي. 

دغه هوکړه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانن او د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ترمنځ په یوه ناسته کې شوې وه. په ناسته کې هوکړه شوې وه چې بریتانیا به په راتلونکو دوو کلونو کې له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یور مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي او د فرانسې په خاوره کې دې کډوالو ته سرپناه برابره شي.

بل پلو پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته برتانیا وویل په پام کې لري چې ۲۰۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي ومني.‌ د دې پروګرام له مخې په لومړي کال شاوخوا پنځه زره افغانان چې په ډله کې به یې ښځې، نجونې او نور اړمن کسان وي د دې پروګرام له لارې دې هیواد کې ځای پر ځای کېږي. د چارواکو په حواله دوی به نورو کسانو ته د راتلونکو څو کلونو په موده کې دې هیواد کې د ځای پر ځای کېدو زمینه برابروي.‌

خو ځیني برتانوي‌ چارواکو بیا د حکومت پر دغې طرحې نیوکې کړې او ناکافي یې بللې ده.‌

 

نورې ليکنې