د جرمني الوتکه چې له کابل څخه یو شمیر افغانان په کې سپاره دي. اګست ۱۸، ۲۰۲۱
د جرمني الوتکه چې له کابل څخه یو شمیر افغانان په کې سپاره دي. اګست ۱۸، ۲۰۲۱

په داسې حال کې د کابل د هوايي ډګر له لارې د یو شمیر افغانانو د ایستلو لړۍ دوام لري د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې بریتانیا او اروپايي هیوادونه باید د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه غوښتنه داسې مهال ترسره کیږي چې نن دوشنبه د اګست په ۲۴ مه  د جی اوه غړي هیوادونه د افغانانو د اسکان پر نړیوال پروګرام سره خبرې کوي.

د بشري حقونو سازمان د منځني اسیا او اروپايي هیوادونو مدیر هیو ویلیامسون د جی ۷ کنفرانس ته په اشارې سره وايي:« هغه خلک چې په افغانستان کې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي د جی ۷ ډلې هیوادونه باید د هغوي د رایستلو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي او په راتلونکو اونیو کې د دوې د اسکان او خوندي لارو د برابرولو لپاره لازم سیاستونه غوره کړي.»

د بشري حقونو د څار سازمان نن سه شنبه د اګست په ۲۴ مه په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې اروپايي هیوادونه دې د افغانانو پر مخ خپلې بهرني پولې پرانیزي، د کډوالو کورنیو راوستلو ته لارې چارې برابرې کړي او د افغان پناه غوښتونکو پر دوسیو له سره کتنه او دوې د مهاجر په توګه و مني.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپله اعلامیه کې د یوشمیر اروپايي هیوادونو او ترکیې د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه کړې. یاد سازمان په دې اړه اتریش هغې پریکړې ته اشاره کړې چې ویلي و نور افغان کډوال نه مني. همدارنګه د بشري حقونو د دغه سازمان په اعلامیه کې د یونان او ترکیې لخوا د د کډوالو پرمخ پر خپلو پولو د دیوال پر جوړولو هم نیوکه کړې.

د فرانسې په ګډون یو شمیر هیوادونو له وړاندې ویلي که امریکا د کابل له هوايي ډګر څخه ووځي دوې به له کابل څخه خپل کارکوونکي راوغواړي.

نور ولولئ: فرانسه: تېره یکشنبه د افغانانو یوه ۲۵۰ کسیزه ډله پاریس ته ورسېدله

د امریکا لخوا د ۴۸ زره کسانو ایستل

د ناټو غړو هیوادونو لخوا د بهرنیانو او افغانانو د ایستلو لړۍ دوام لري. امریکا ویلي چې د اګست له ۱۴ مې راهیسې يي ۴۸ زره تنه له افغانستان څخه ایستلي دي چې له دې ډلې ۱۱ زره يي یوازې د دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه ایستلي شوي دي. د امریکا د متحدینو لخوا هم دامهال د هغو افغانانو د ایستل لړۍ دوام لري چې د طالبانو ترګواښ لاندې دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نیټه د اګست ۳۱ ټاکلې شوې خو طالبان وايي د کابل له هوايي ډګر له لارې د افغانانو د ایستلو لپاره به د امریکايي ځواکونو د اوسیدو نیټه و نه غځوي.

اوس ځینې اروپايي هیوادونه هڅه لري چې دغه نیټه د اګست له ۳۱ وروسته هم و غځول شي تر څو یو شمیر افغان له افغانستان څخه و باسي. بریتانیا د سه شنبې په ورځ دغه کار ناممکن وبلل.

فرانسه چې د دغې مودې غځول اړین بولي وايي چې که امریکايي ځواکونه د کابل هوايي ډګر پریږدي نو دوې به د پنجشنبې په ورځ د افغانانو تخلیي پروسه و دروي. اسپانیا بیا وايي چې د افغانانو د تخلیي لپاره به ټولې هڅې وکړ خو ښايي ځیني افغانان چې د ایستلو په هڅه کې دي هلته پاتې شي.

 

نورې ليکنې