یو شمیر افغانان هڅه کوي چې د کابل هوايي ډګر ته دننه شي. اګست ۲۰۲۱. انځور: رویټرز
یو شمیر افغانان هڅه کوي چې د کابل هوايي ډګر ته دننه شي. اګست ۲۰۲۱. انځور: رویټرز

د « ایر بی ان بی» خصوصي شرکت چې په نړۍ کې د کرايي کورونو او سیاحتي آسانتیاوو په برخه کې کار کوي،د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له جګړو څخه تښتیدلي ۲۰ زره افغانانو ته به په نړۍ کې وړیا استوګنځایونه برابر کړي.

د یاد شرکت اجرایوي مشر براین چسکی وايي چې د افغانانو اوارګي او دوې ته سرپناه برابرول په امریکا او نوره نړۍ کې د اوسنۍ زمانۍ یو ستر بشري ناورین دی. نوموړی وايي چې مونږ په دې برخه کې د مسولیت احساس کوو او ګام اخلو.

براین چسکی نن سه شنبه دا ګست په ۲۴ مه په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي:« سر له نن څخه، «ایر بی ان بی» په ټوله نړۍ کې ۲۰ زره افغان کډوالو ته د کورونو ویش پیلوي.»

نوموړی هیله ښيي چې دغه کار يي نور سوداګر هم دې ته و هڅوي ترڅو ورته ګام پورته کړي. هغه وايي « وخت مه ضایع کوئ»

دا په داسې حال کې ده چې د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر او بهرنیو سفارتونو مخې ته راټول شول ترڅو له افغانستان څخه ووځي.

نور ولولئ: د کابل هوايي ډګر ته د زرګونه افغانانو هجوم: ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

پنټاګون نن سه شنبه د اګست په ۲۴ اعلان وکړ چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۲۱۶۰۰ افغانان له کابل څخه ایستل شوي دي چې له دې ډلې ۱۲۷۰۰ تنه يي په ۳۷ امریکايي الوتکو کې او پاتې نور يي د دوې د متحدینو لخوا ایستل شوي دي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو را تګ وروسته، نږدې ۵۰ زره افغانان د امریکايي ځواکونو او د دوې د متحدیونو لخوا ایستل شوي دي او دغه لړۍ لاهم د کابل هوايي ډګر له لارې دوام لري. 

 

نورې ليکنې