انځور: رویټرز، خاویر بربانچو، ۲۰۲۱ د اګست ۲۴مه
انځور: رویټرز، خاویر بربانچو، ۲۰۲۱ د اګست ۲۴مه

د فرانسې د اوورنی رون الپ قومندانۍ ویلي په پام کې لري چې له افغانستان څخه ایستل شوي ۲۷۰ افغانان به دغه سیمه کې ځای پر ځای کړي.

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوورنی رون الپ قومندان پاسکال مېلهوس، د ایسر او پوی دو دوم قومندانان او ځایي چارواکي په پام کې لري چې ډېر ژر به له افغانستان څخه ایستل شویو کسانو ته د سرپناه برابرولو کار پیل کړي.

د خبرپاڼې له مخې لیون او ویلوربان کې ۱۵۰، پون دو کلېکس او مونبونو سن مارتن کې ۶۰ او کلېرمون فران کې ۶۰ ځایونه د مهاجرو هرکلي ته ځانګړي شوي دي. همداراز د مهاجرو مدافع بنسټونو د یادو افغانانو هرکلي ته چمتووالی ښوولی دی.

د فرانسې د دفاع وزارت په حواله تېره اونۍ له کابل څخه د خلکو د ایستلو لړۍ له پیل راهیسې نږدې سل فرانسویان او تر ۱۵۰۰ ډېر افغانان فرانسې ته انتقال شوي دي.

تر دې دمخه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي وو چې هیواد یې په پام کې لري چې له افغانستان څخه د فرانسوي پوځیانو پخواني همکاران، د فرانسوي سازمانونو کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي وباسي. 

د اوورنی رون الپ قومندانۍ زیاته کړې، هغه افغانان چې غواړي د اوږدې مودې لپاره فرانسه کې پاتې شي حکومت چمتو دی چې مادي او اداري مرستې ورسره وکړي. 

 

نورې ليکنې