د پاریس هوايي ډګر ته رسیدلي یو شمیر افغانان. اګست ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس.
د پاریس هوايي ډګر ته رسیدلي یو شمیر افغانان. اګست ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس.

د فرانسې لخوا د کابل هوايي ډګر څخه د افغانانو د تخليي د عملیاتو په لړ کې دوه نوي الوتکي چې ۴۵۰ کسان يي لیږدول د سه شنبې په ورځ، پاریس کې ښکته شو. چارواکي وايي چې تر دې مهاله د افغانانو د ایستلو ۹ الوتکي پاریس ته رسیدلي دي.

د فرانسې خبري آژانس د فرانسې د وسله والو ځواکونو قومندان د ویاند له خولي لیکلي چې لومړۍ الوتکه چې له کابل څخه د ابوظبي له لارې پرواز کړی و د پاریس د « روسي» هوايي ډګر کې د سه شنبې په سهار ۵:۳۰ بجې ښکته شو. د نوموړي په خبره په دغه اتمه الوتکه کې ۲۰۵ کسان چې ۲۰۴ يي افغانان و پاریس ته ورسیدل. د فرانسې د پوځ وزیر هم له یو شمیر خبریالانو سره یو ځای له ابوظبي څخه په دغه الوتکه کې پاریس ته راغلل.

د دې ترڅنګ نهمه الوتکه هم چې له کابل څخه يي مسافرین لیږدول د سه شنبې د ورځې په پای کې د پاریس دغه هوايي ډګر کې ښکته شو. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې سره د سه شنبې په ورځ پاریس ته د ټولو رسیدلو شمیر ۴۵۰ تنو ته ورسید.

  د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانانو د ایستلو د عملیاتو له پیل څخه ۱۵۰۰ افغانان او نږدې ۱۰۰ فرانسویان له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

نور ولولئ: فرانسه: تېره یکشنبه د افغانانو یوه ۲۵۰ کسیزه ډله پاریس ته ورسېدله

یوې سرچینې د فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي چې په کابل کې حالت ډیر پیچلی دی. نوموړی ویلي چې د فرانسې ټول دولتي خدمات او سفارت د نویو الوتکو د سمبالولو لپاره په پوره ډول بسیج دي تر څو په راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوه نور الوتکي تنظیم کړي.

د افغانانو د ایستلو په اړه د طالبانو ګواښ

پاریس هڅه کوي چې د خپلو اتباعو سربیره خپل پخواني افغان همکاران، د مدني ټولنې غړي، ژورنالیستان او فرهنګیان چې د طالبانو لخوا ژوند ته یي ګواښ دی له افغانستان څخه وباسي خو طالبانو د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې غربیان باید یواځې بهرني اتباع له افغانستان څخه وباسي نه با تخصصه افغانان.

که چیرې د ټاکل شوي مودې پر اساس امریکا د اګست په ۳۱ مه له افغانستان څخه ووځي نو د کابل له هوايي ډګر څخه به د افغانانو د ایستلو عملیات پای و مومي. اروپايي هیوادونو پر امریکا غږ کړی چې له د اګست له ۳۱ وروسته هم د کابل په هوايي ډګر کې خپل ماموریت ته ادارمه ورکړي خو طالبان بیا وايي چې د دغې مودې غځول د اشغال د دوام په معنی دی.

 

نورې ليکنې