کابل هوایي ډګر. انځور: رویټرز، ژوهانا ژیرون. د اګست ۲۵مه
کابل هوایي ډګر. انځور: رویټرز، ژوهانا ژیرون. د اګست ۲۵مه

فرانسه کې مېشتو څلور افغانانو د فرانسې له دولت شورا څخه غوښتي دي چې کورنۍ یې ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي. ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبه د فرانسې د دولت شورا د دغو کسانو د غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.

ظهیرالدین ب، شریف م، نعیم ا او دلاور ج هغه څلور افغانان دي چې له افغانستان څخه د خپلو کورنیو د ایستلو لپاره یې د فرانسې تر ټولو لوی اداري مقام یا د دولت شورا ته مراجعه کړې ده.

د نوموړو مدافع وکیل سدریک ازان سارانو وایي چې دوی له خپلو ښځو او ماشومانو سره د یو ځای کېدو غوښتنه لري او دا یې «حق» دی.

هغه له فرانسوي چارواکو څخه غواړي چې د دغو افغانانو د دوسیو د ارزولو پروسه دې چټکه کړي او یا له افغانستان څخه ورته د وتلو اجازه ورکړي او بیا یې دوسیې فرانسه یا ابوظبي کې وارزوي. ښاغلي سارانو ټینګار کوي چې دوی د هغو کسانو په ډله کې دي چې لومړیتوب لري.

بیا ولولئ: فرانسه کې د افغان کډوالو لاریون: «زموږ د کورنیو ژوند وژغورئ»

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت استازې پاسکال لېګلیز وایي دمګړۍ زیات شمېر داسې کسان شته چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي. نوموړې دغه راز کابل کې موجودو ستونزو ته اشاره کوي او وایي چې «الوتکو کې د ټولو لپاره کافي ځای نشته».

په وینا یې که د دولت شورا پرېکړه وکړي چې د دغو کسانو کورنۍ باید له افغانستان څخه وایستل شي، مانا به یې دا وي چې دوی باید له نظامي لارې هوایي ډګر ته انتقال شي: «خو موږ د نظامي عملیاتو امکان نه لرو. دا یو جنګي وضعیت دی.»

ټاکل شوې چې د دولت شورا سبا پنجشنبه د دغو څلورو تنو د غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي. 

د اګست له ۱۵مې راهیسې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته ډېری هغه افغانان چې اروپایي هیوادونو کې مېشت دي افغانستان کې د خپلو کورنیو د برخلیک په هکله اندېښنې څرګندوي.

 

نورې ليکنې