افغانې ښځې له خپلو ماشومانو سره د کابل هوایي ډګر ته تېښتي. انځور:‌ رویټرز، د اګست ۱۶مه
افغانې ښځې له خپلو ماشومانو سره د کابل هوایي ډګر ته تېښتي. انځور:‌ رویټرز، د اګست ۱۶مه

د جي-۷ په ناسته کې داوو سترو صنعتي هیوادونو مشران په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي، د متضررو افغانانو د ایستلو او یو شمیر نورو بشري مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې د بریتانیا په مشرۍ د سه شنبې په ورځ د اګست په ۲۴ مه په انلاین بڼه جوړه شوې وه د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویل شوي چې له افغانستان سره مرسته د ګډونوالو اخلاقي دنده ده. په دغه ناسته کې پریکړه شوې چې له افغانستان سره بشري مرستې څلور برابره شي.

له ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان او له هیواد څخه بهر د افغانانو سره به بشري مرستې د ۵۰ میلیونو ډالرو څخه ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته  لوړ شي. زیاته شوې چې د دغه مرستو یوه برخه به د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې له افغانانو سره ترسره شي.

په اعلامیه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د راتلونکو اوو کلونو لپاره له افغانستان سره د پرمختیايي مرستو لپاره ۷ میلیارده ډالره ځانګړې کړي خو دغه مرستې اوس دریدلي.اروپايي ټولنې ویلي تر هغه چې د افغانستان شرایط برابر نه شي دغه مرستې به د تعلیق په حال کې وي.

نور ولولئ: د بشري حقونو څار سازمان له بریتانیا او اروپايي ټولنې غواړي چې د افغانانو د ایستلو پروسه چټکه کړي

د  اوو سترو صنعتي هیوادونو یا جی-۷ په ناسته کې د افغانانو د کډوالۍ په اړه هم خبرې وشوې. اروپايي ټولنې ویلي هغه افغانان چې ژوند يي له خطر سره مخامخ دی د دوې ژغورل نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. په اعلامیه کې زیاته شوي چې دغه افغانان باید د انساني قاچاقچیانو لاس ته و نه غورځول شوي او په خوندي ډول د دوې ایستلو ته لارې چارې برابرې شي.

په اعلامیه کې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره تینګار شوی چې په اوسنیو شرایطو کې اروپايي هیوادونه او پارلمان د کډوالۍ په  په برخه کې یوې بیړنۍ هوکړې ته اړتیا لري. ګډونوالو په افغانستان کې دبشري بحران د مخنیوي په اړه سره سلا شوي دي. د کډوالۍ په برخه کې پر داسې یو سیستم ټینګار شوی چې له مخې يي په دوامداره توګه د اروپايي ټولنې پولې مدیریت او د کوربه او ترانزیټ هیوادونه ملاتړ ترسره شي.

اروپايي ټولنه وايي چې د جګړو له امله په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه انسانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي چې له دغې ډلې له ۸۰ سلنو څخه ډیر يي میرمنې او ماشومان دي.

 

نورې ليکنې