آرشيف انځورـ په يوګاندا کي د سويلي سوډان مهاجر CHARLES LOMODONG / AFP
آرشيف انځورـ په يوګاندا کي د سويلي سوډان مهاجر CHARLES LOMODONG / AFP

د افريقايي هيواد يوګاندا د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چي په الوتکه کي ورته افغان مهاجر رسېدلي دي. ويل سوي چي دغو مهاجرو ته به مؤقتي پناه ورکوله سي.

د يوګاندا هيواد د باندنيو چارو وزارت او دپلوماتيکو منابعو ويلي دي چي دغه هيواد ته د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۵مه) يو شمير هغه افغانان رسېدلي دي چي له طالبانو له خوا د کابل د نيول کېدو وروسته تښتېدلي دي. د ياد وزارت په يوه اعلاميه کي راغلي دي: «د يوګاندا جمهوريت دغه سهار ۵۱ له افغانستان څخه انتقال کړل سوي کسان وصول کړل. دغه کسان د يوې چارتر کړل سوي الوتکي کي په مرسته د اېنتبې نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدل.»

د يوګاندا هيواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي ياد «تر ګواښ لاندي» افغان تابعيت لرونکي يې د امريکا د متحده ايالاتو په هيله د مؤقتي مېلمنو په توګه منلي دي. زياته سوې چي له دغو څخه به يو شمير وروسته د امريکا متحده ايالاتو او نورو هيوادونو ته انتقال کړل سي.

په کامپالا کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت له يوګاندا څخه مننه کړېده چي «په سخاوت او مېلمه پالنه» سره يې دغه کسان منلي دي. ياد سفارت پر تويتر ليکلي چي د يوګاندا خلک د مهاجرو د ښه راغلاست او د هغوی د مېلمه پالنې اوږد تاريخ لري.

يوګانډا نه نړۍ له هغو هيوادونو څخه دی چي تر ټولو زيات مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د شميرو پر اساس په دغه هيواد کي د ګاونډي هیوادونو سويلي سوډاڼ او د کانګو د ډموکراټيک جمهوريت تقريبا ۱،۵ مليونه مهاجر ځای پر ځای دي. اکثره دغه مهاجر په مهاجر کمپونو کي اوسيږي. خو په پلازمېنه کامپالا کي هم تقريبا ۸۰ زره مهاجر ژوند کوي.

نړيوال سازمانونه وايي چي نړيوال په هغه اندازه د يوګانډا سره د مهاجرو د مراقبت له پاره مرستي نه کوي لکه چي ورته اړتيا سته.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې