ولسمشرفرانک والتر شتاين ماير د مسلمانو مېرمنو سره د لېدنې پر وخت ـ آرشيف انځور | Photo: Mesut Zeyrek/AA/picture-alliance
ولسمشرفرانک والتر شتاين ماير د مسلمانو مېرمنو سره د لېدنې پر وخت ـ آرشيف انځور | Photo: Mesut Zeyrek/AA/picture-alliance

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير پر اروپايي هيوادونو ږغ کړی دی چي د مهاجرو په موضوع کي دي له پېوستون څخه کار واخلي.

شتاين ماير و چېک جمهوريت ته د خپل سفر پر مخکي ويلي دي چي اروپايان بايد د مهاجرو په موضوع کي يو د بل سره پېوستون ښکاره کړي. د نوموړي دغه سفر تېر کال د کرونا د ناروغۍ له کبله ځنډول سوی ؤ.

د آلمان ولسمشر په پراګ کي وويل: «موږ نه سو کولای چي ټول هغه انسانان راولو چي د بهتره ژوند په تلاښ کي دي. خو موږ بايد هغو کسانو ته پناه ورکړو چي زموږ د خپلو اصولو او قوانينو له مخي د پناه حق لري. دا زموږ د اروپايانو يوه ځانګړتيا ده.» شتاين ماير دا څرګندونې د چېک جمهوريت و «پراوو» ورځپاڼي ته کړي دي.

د شتاين ماير په وينا له دې وروسته به هم په نړۍ کي بحرانونه انسانان و مهاجرت ته اړ کړي. هغه په دې ترڅ کي د افغانستان روان بحران ته اشاره وکړه. شتاين ماير و چېک جمهوريت ته د سفر څخه لږ وخت مخکي دغې ورځپاڼي ته ويلي دي چي د مهاجرو د بحران په ترڅ کي «موږ نبايد چي د سويلي اروپا هیوادونه يوازي پرېږدو.»

چيک جمهوريت د اروپايي اتحاديې هغه غړی هيواد دی چي د مهاجرو د منلو و سهميې ته غاړه نه ږدي. د آلمان ولسمشر و چېک ته درې ورځي سفر پلان کړی دی. هغه به په پراګ کي د لومړي ولسمشر ميلوس زېمن او د لومړي وزير اندرې بابيس سره وويني. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې