آلمان هم تر څلورو زرو زيات افغانان له کابل څخه انتقال کړي دي| Photo: Bundeswehr
آلمان هم تر څلورو زرو زيات افغانان له کابل څخه انتقال کړي دي| Photo: Bundeswehr

د هالند په هيواد کي چاپېدونکي ورځپاڼي «دې تليګراف» ليکلي دي چي د کنټرول پرته د افغان مهاجرو راتګ امنيتي ګواښ رامنځته کولای سي.

د «دې تليګراف» ورځپاڼي د چهارشنبې په ګڼه کي د نورو موضوعاتو تر څنګ د تازه راتلونکو افغان مهاجرو پر موضوع هم بحث سوی دی. په ورځپاڼه کي راغلي چي داسي اندېښنې سته چي د مهاجرو په نوم ښايي توندلاري او انساني قاچاق وړونکي هم اروپا ته راسي. 

د ورځپاڼي د يو مطلب پر اساس داسي اندېښنې سته چي «جنګي جنايت کوونکي او ترهګر د لوېديځو هيوادونو په الوتکو» له کابل څخه لوېديځ ته راتللای سي. 

په عيني حال کي د بريتانوي چارواکو دا خبره تائيد کړېده چي اوس لا يو داسي کس له افغانستان څخه د الوتکو په مرسته په راتلو کي بريالی سوی دی چي په اصل کي يې په تور ليست کي قرار درلود. په دې ترڅ کي د بلجيم چارواکو ته يو محرم پيغام لېږدول سوی دی.

د ورځپاڼي د ياد مطلب په وينا له کابل څخه د افغانانو د را اخيستلو له پاره په کافي توګه پلانونه نه ول چمتو سوي. زياته سوې چي په کابل هوايي ډګر کي وضعه روښانه نه ده.

په مطلب کي راغلي چي له دې کبله دا د پوهاوي وړ خبره ده چي له کابل څخه د انسانانو د رااخيستلو مخکي بايد د هغوی په تړاو امنيتي تحقيق وسي. د ورځپاڼي په آند البته دغه کنټرول د اروپايي هيوادونو اړونده داخلي چارواکي له دې وظيفې نه بري کوي چي بايد له سره هر څه په اړونده دقت وڅېړي.

ورځپاڼي ليکلي: «له امنيتي کنټرول څخه به نه يوازي زموږ امنيت خوندي وي بلکه د هغو افغانانو هم چي رامهاجر سوي او په کمپونو کي ځای پر ځای دی.»


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې