آرشيف انځورـ په کابل کي لا زيات شمير د آلماني پوځ  ځايي همکاران پاته دي 16, 2021 | Photo: Wakil Kohsar/AFP
آرشيف انځورـ په کابل کي لا زيات شمير د آلماني پوځ ځايي همکاران پاته دي 16, 2021 | Photo: Wakil Kohsar/AFP

د آلمان پوځ بوندس وېر د خپلو ځايي افغان همکارانو د انتقال پروسې ته دوام ورکړی او وايي د پنجشنبې په ورځ به هم پروازونه وکړي.

د آلمان پوځ ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت سهار ۷:۱۵ بجو يې د A400M ترانسپورتي الوتکه د ازبکستان له پلازمېني تاشکنت څخه د کابل پر لور روانه سوه. د اړونده چارواکو له خوا په تويتر پاڼه کي ليکل سوي چي دغه الوتکه به له کابل څخه د ځايي افغان همکارانو، د هغوی د کورنيو او اړونده نورو کسانو انتقال ته ادامه ورکړي.

د چهارشنبې په ماښام دغې الوتکي ۱۶۷ انسانان له کابل څخه تاشکنت ته وړي ول. 

د آلمان د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي په ټوليزه توګه يې د چهارشنبې تر ماښام پوري ۵۱۹۳ کسان له پلازمېني کابل څخه د پروازنو په مرسته را ايستلي دي. په تويتر پيغام کي زياته سوې چي يوازي د چهارشنبې په ورځ «۵۳۹ کسان خوندي ځای ته انتقال کړل سول.»

د دفاعي چارو د وزارت د پنجشنبې ورځي په پيغام کي راغلي دي چي آلمانی پوځ به د امکان تر حده د محافظت اړتيا لرونکو کسانو ته انتقال ورکول جاري وساتي. په پيغام کي راغلي: «موږ به تر وروستۍ ثانيې پوري انتقال ته ادامه ورکړو.»

په عيني حال کي د يو شمير رسنيو په راپورونو کي راغلي چي لوېديځو امنيتي ادارو ته داسي معلومات رسېدلي دي چي په کابل هوايي ډګر کي امنيتي ګواښ زيات سوی دی. لندن د کابل پر هوايي ډګر د ترهګر بريد ګواښ «ډېر عاجل او جدي» بللی دی. دنمارک هيواد ويلي چي له کابل څخه پروازونه نور د لوی ګواښ سره مخامخ دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې