تیرو ۱۲ ورځو کې ۸۸ زره افغانان او بهرنیان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ایستل شوي دي.انځور: رویټرز،  ۲۰۲۱ د اګست ۲۴مه
تیرو ۱۲ ورځو کې ۸۸ زره افغانان او بهرنیان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ایستل شوي دي.انځور: رویټرز، ۲۰۲۱ د اګست ۲۴مه

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د افغانانو او بهرنیو اتباعو د ایستلو عملیاتو ته یوازې پنځه ورځې پاتې لاهم زرګونه افغانان د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې بهرنیو هیوادونو ته د تلو انتظار باسي. تیرو ۱۳ ورځو کې له ۱۰۰ زرو څخه ډیر افغانان او بهرنیان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ایستل شوي دي.

امریکا، بریتانیا، جرمني، ایټالیا او فرانسه هغه هیوادونو دي چې د نور په پرتله يي ډیر افغانان او خپل اتباع د کابل له هوايي ډګر څخه ایستلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ اعلان وکړ چې د اګست له ۱۴ مې راهیسې ۸۸ زره خلک په پوځي الوتکو کې له افغانستان څخه ایستل شوي دي. بریتانیا ویلي چې د اګست تر ۲۵ پورې يي ټول ټال ۱۱۴۷۴ تنه افغانان او بریتانویان له افغانستان څخه ایستلي دي. جرمني بیا تر تیرې چهارشنبې پورې له ۵ زرو څخه ډیر خلک له کابل څخه ایستلي. فرانسې بیا نږدې ۲۰۰۰ خلک له کابل څخه ایستلي.

له کابل څخه د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو عملیاتو ته یوازې ۶ ورځې پاتي او د امریکا پوځي ماموریت د اګست په ۳۱ پای ته رسیږي خو اروپايي هیوادونه له امریکا غوښتي چې دغه موده و غځوي ترڅو د هغو افغانانو د ایستلو پروسه بشپړه کړي چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي. طالبان بیا ویلي چې د دغې مودې غځول د اشغال د دوام په معنی دی.

نور ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ایستل شوي ۲۷۰ افغانان اوورنی رون الپ کې ځای پر ځای کېږي

له کابل څخه د متضررو افغانانو او بهرنیانو د تخلیي د عملیاتو په درشل کې امریکا او بریتانیا د کابل پر هوايي ډګر د داعش د برید په اړه خبرداری ورکړی. دغو هیوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې د داعش د برید د لوړ ګواښ له امله د حامدي کرزي هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډ ډه وکړي. اسوشیتید پرس خبري آژانس تیره ورځ د اګست په ۲۵ مه،د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له خولي راپور ورکړ چې بریتانوي چارواکي په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه لري یوي خوندي سیمې کې د راتلونکي مشورې پورې انتظار وباسي. له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د حامد کرزي پر هوايي ډګر د احتمالي برید خبرداری وکړی و.

۱۲۴ ژورنالیستان مکسیکو ته پناه وړې

وروسته له هغه چې د اګست په ۱۵ مه طالبان کابل ته ننوتل ګڼ شمیر افغان خبریالان، فرهنګیان، وزرشکاران، د حکومت پخواني چارواکي او ګڼ شمیر نور د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه وویستل شول.

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې۱۲۴ افغان خبریالان او د هغوي دکورنۍ غړي مکسیکو ته رسیدلي دي. د دې ترڅنګ د افغان روباټ جوړونکیو نجونو پنځه کسیزه ډله هم مکسیکو ته پناه وړې.

سربیره پردې استرالیا د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم په ګډون ۷۷ افغان ورزشکاران او د دوې د کورنۍ غړې له کابل څخه استرالیا ته ایستلي دي. د دې ترڅنګ ګڼ شمیر نور با ظرفیته او با استعداده افغانان د طالبانو له ویرې نورو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

 

نورې ليکنې