Unد پولنډ اورسناز ګورني کلي ته نږدې بند پاتې مهاجر. انځور: رویټرز، د اګست ۲۳مه
Unد پولنډ اورسناز ګورني کلي ته نږدې بند پاتې مهاجر. انځور: رویټرز، د اګست ۲۳مه

په داسې حال کې چې زیات شمېر مهاجر له بېلاروس څخه پولنډ او لاتویا ته د اوښتو هڅه کوي، د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره چهارشنبه له پولنډ او لاتویا څخه وغوښتل چې له بېلاروس سره پر پوله بند پاتو مهاجرو سره مرسته وکړي.

د پولنډ او لاتوایا په سرحدي سیمو کې د مهاجرو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د اروپا د بشري حقونو محکمې پرون چهارشنبه د اګست ۲۵مه له پولنډ او لاتوانیا څخه وغوښتل چې له بېلاروس سره پر پوله له بند پاتو مهاجرو سره مرسته وکړي.

پولنډ، لیتوانیا، لاتویا او استوني بېلاروس په دې تورنوي چې افغان او عراقي مهاجرو ته اجازه ورکوي چې اروپایي ټولنې ته داخل شي.

تر دې دمخه د پولنډ د بشري حقونو کمیټې د اروپا له بشري حقونو محکمې څخه د اوسني وضعیت په تړاو د جدي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې وه. دغه راز په روانه اونۍ کې د مهاجرو لپاره د بشري حقونو ادارې له پولنډ څخه غوښتي دي چې له هغو مهاجرو سره مرسته وکړي چې سرحدي کمپونو کې مېشت دي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې په یوه خبرپاڼه کې له پولنډي او لاتویایي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې ټولو مهاجرو ته د څښاک اوبه، خوراکي توکي، کالي او روغتیایي خدمات، او که ممکن وي، سرپناه برابره کړي.

محکمې زیاته کړې چې دغه تدابیر پولنډ او لاتوایا خپلو خاور کې د مهاجرو منلو ته نه مجبوروي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۳۰ مهاجر، چې ښایي افغانان وي، د بېلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتې دي. پولنډ ورته خپلې خاورې ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي. دوی د بېلاروس او پولنډ د سرحدي ساتونکو تر نظر لاندې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنرې له پولنډ څخه غوښتي دي چې یاد مهاجر ومني.

پولنډي فعالان له دغو مهاجرو سره د تماس نیولو اجازه نه لري. دوی دغه راز وایي چې چارواکي ورته اجازه نه ورکوي چې یادې ډلې ته خوراکي توکي او یا ضروري وسایل ورکړي. 

 

نورې ليکنې