د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ. انځور: رویټرز. اګست ۲۰۲۱
د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ. انځور: رویټرز. اګست ۲۰۲۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM ) ویلي چې دامهال د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس نیمايي برخه چې ۱۰ میلیونه يي ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان ویلي چې په دې برخه ۲۴ میلیونه ډالرو عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ده.

د ملګرو متلونو د کډوالۍ نړیوال سازمان نن پنجشنبه د اګست په ۲۶ مه، په یوه خبري اعلامیه کې ویلي چې دامهال په ټول افغانستان کې ۵،۵ میلیونه انسانان له خپلو کورونو بي ځایه شوي دي چې له دې ډلې له نیم میلیونو څخه ډیر يي یوازې په روان کال کې بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر استورات سمپسون ویلي،هڅه کوي چې اړمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسوي. په اعلامیه کې د نوموړي له خولي راغلي:« د تاوتریخوالي، وچکالۍ او کرونا اوبا له امله دخلکو آوارګي، بیوزلي او د خوړو نه خوندیتوب لا پسې ډیروي او بشري مرستو ته دخلکو ملاتړ خورا ډیروي.»

نوموړی ویلي چې زمونږ بشري فعالیتونه هغو ځایونو کې چې امنیت وي او لاسرسۍ ورته شتون و لري دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان او طالب ځواکونو په نښتو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې زرګونه افغانان خپل کورونو پریښودو ته اړ شول. سر بیره پردې د اګست له ۱۵ وروسته کله چې طالبان کابل ته ننوتل زرګونه افغانان هیواد پریښودو ته اړ شول. کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته نږدې ۹۰ زره افغانان او بهرنیان له افغانستان څخه ایستل شوي دي او دا لړۍ لاهم دوام لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې سرپناه، حفظ الصحې او روغتیايي آسانتیاوو ته په سمه توګه د خلکو نه لاسرسۍ د اغیزمنو افغانانو ژوند لا سخت کړی.

د سه شنبې په ورځ د اګست په ۲۴ د نړۍ اوه ستر صنعتي هیوادونه د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ ناسته کې پریکړه وکړه چې د افغانانو سره به بشري مرستې د ۵۰ میلیونو ډالرو څخه ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شي.

 

نورې ليکنې