انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

پرون پنجشنبه مازدیګر مهال د کابل هوایي ډګر ته څېرمه دوو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د تازه راپورونو له مخې د بریدونو په پایله کې د وژل شویو شمېر له سل تنو اوښتی دی.

د وال ستریټ ژورنال په حواله کابل هوایي ډګر ته نږدې د دوو چادونو له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ تنو نور ټپیان دي. د یادې ورځپاڼې د یو راپور له مخې وژل شویو کې ۹۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري دي. 

تر دې دمخه بي بي سي او د امریکا سي بي اس شبکې ویلي وو چې چاودنو ۹۰ کسان وژلي او ۱۵۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د داعش ډلې خراسان څانګې پر خپله ټیلیګرام پاڼه د بریدونو پړه منلې ده. دغه راز د امریکا د دفاع وزارت ویلي، ګومان کوي چې دا بریدونه داعش ډلې ترسره کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا وژل شوي امریکایي سرتېري اتلان بللي او د غچ د اخیستو ژمنه یې کړې ده.

کابل هوایي ډګر ته نږدې چاودنې له هغه وروسته وشوې چې څو ساعته مخکې ځینو لویدیځو هیوادونو خپلو اتباعو ته د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

لومړۍ چاودنه د کابل په وخت د مازدیګر ۶ بجې بارون هوټل ته نږدې وشوه. برتانوي ځواکونو دغه هوټل له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره کاراوه.

دویمه چاودنه بیا ابې ګېټ ته نږدې وشوه. دا هغه دروازه ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې ګڼ شمېر افغان وګړي پکې راغونډ شوي وو.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر دغه بریدونه غنډلې دي. نوموړي زیاته کړې چې «چاودنې هغه سیمه کې شوې چې د امنیت ساتلو مسولیت یې د امریکایي پوځیانو پر غاړه دی.»

 

نورې ليکنې