د پاریس هوايي ډګر ته له کابل څخه تازه رارسیدلي افغانان. ۱۸ اګست، ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس
د پاریس هوايي ډګر ته له کابل څخه تازه رارسیدلي افغانان. ۱۸ اګست، ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس

پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان او فرانسویان د کابل له هوايي ډګر څخه پاریس ته انتقال شوي دي. د فرانسې دولت اعلان کړی چې د دغو نویو افغانانو د پناه غوښتنې د ثبت لپاره به د دوشنبې په ورځ د اګست په ۳۰ مه یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې.

په پاریس کې د فرانسې د کډوالۍ او ادغام دفتر (اوفي) چې په فرانسه کې د افغان پناه غوښتونکو د ثبت چارې پرمخ وړي اعلان کړی چې له کابل څخه د تازه ایستل شویو افغانانو د پناه غوښتنې د ثبت لپاره دغه «ځانګړی دفتر» جوړوي.

له کابل څخه تازه رسیدلي افغانان د پاریس له هوايي ډګر څخه هوټلونو ته استول کیږي او بیا د لس ورځو لپاره دغلته په قرنطین کې ساتل کیږي. له قرنطین وروسته دغه افغانان کولای شي د پناه غوښتنه ثبت کړي.

د اوفي مشر دیدیه لشچي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:« د پناه غوښتنې د ثبت لپاره د دوشنبې په ورځ یو ځانګړی دفتر د پاریس په پروفیکتور دفتر کې په کار پیل کوي.». نوموړی ویلي چې له دغه دفتر سربیره د پاریس په شاوخوا سیمو کې به هم د پناه غوښتنې د ثبت لپاره چمتووالی و نیول شي.

نور ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ایستل شوي ۲۷۰ افغانان اوورنی رون الپ کې ځای پر ځای کېږي

له کابل څخه پاریس ته پر شرایط برابر افغانانو د ایستلو لړۍ د اګست له ۱۵ مې پیل شوې او لاهم دوام لري. ټاکل شوې وه چې د فرانسې لخوا د افغانانو د تخلیي عملیات نن جمعه د اګست په ۲۷ و درول شي خو د فرانسې دولت پریکړه وکړه چې د تخلیي عملیاتو ته به له دې وروسته هم ادامه ورکړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چې د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۲۶ مه يي د کابل د هوايي ډګر له برید وروسته په ژوندۍ بڼه خبرې کولي، ژمنه وکړه چې له کابل څخه د افغانانو او فرانسویانو ایستلو ته به دوام ورکړي. نوموړی وویل:« فرانسه سلګونه افغانان او فرانسویان په نښه کړي چې باید له افغانستان څخه وویستل شي.»

د امریکا متحده ایالتونو بیا د طالبانو راتګ وروسته شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان او بهرنیان له افغانستان څخه ایستلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې نن جمعه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو ورسته ښايي له نیم میلونو څخه ډیر افغانان مهاجر شي.

 

نورې ليکنې