انځور: پېکچر الاینز، ولي سباوون
انځور: پېکچر الاینز، ولي سباوون

په داسې حال کې چې سبا سه شنبه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو او له کابل څخه د بهرنیانو او افغانانو د ایستلو عملیات پای ته رسېږي، نږدې سلو هیوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اګست له ۳۱مې وروسته به هم افغانان له خپل هیواد څخه د وتلو اجازه ولري.

د امریکا د متحده ایالاتو، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، هالنډ، ناروې، سویس او برتانیا په ګډون د نړۍ نږدې سلو هیوادونو د تېرې یک شنبه په شپه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ډاډه ورکړی چې د اګست له ۳۱مې وروسته به بهرنیان، د دوی افغان همکاران او هغه کسان چې تر ګواښ لاندې دي کولی شي چې په ازاده توګه له افغانستانه بهر ته سفر وکړي. 

د اعلامیې له مخې طالبانو دغو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې د اګست تر ۳۱مې وروسته به هم بهرنیان او سند لرونکي افغانان وکولی شي چې په خوندي او منظمه توګه له افغانستان څخه ووځي.

په اعلامیه کې راغلي چې یاد هیوادونه به افغانانو ته د سفر د اسنادو ورکولو ته ادامه ورکوي.

کابل کې «خوندي زون»

د یو بل خبر له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون شپه له عراق څخه د فرانسوي ټلویزون تې اف ان سره خبرو کې وویل چې له افغانستانه د پاتې زرګونو کسانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره خبرو اترو ته اړتیا شته.

نوموړي دغه راز فرانسوۍ ورځپاڼې ژورنال دو دیمانش ته ویلي چې فرانسه او برتانیا به نن دوشنبه په کابل کې د یوه خوندي زون د وړاندیز مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.

د دې وړاندیز موخه دا ده چې د هغو کسانو له ساتنې سره مرسته وشي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

بیا ولولئ: د جي - ۷ ناسته کې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په اړه هوکړه وشوه

ښاغلي مکرون زیاته کړې چې د دوی د وړاندیز متن کابل کې د خوندي زون څرنګوالی مشخصوي چې د ملګرو ملتونو په کنترول کې به وي. ټاکل شوې چې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې د فرانسې او برتانیا طرحه وړاندې شي.

وروسته له هغه چې د اګست په ۱۵ مه طالبان کابل ته ننوتل ګڼ شمیر افغان خبریالان، فرهنګیان، ورزشکاران، د حکومت پخواني چارواکي او ګڼ شمېر نور د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه وویستل شول. دا په داسې حال کې زرګونه نور افغانان لا هم افغانستان کې ایسار پاتې دي.

 

نورې ليکنې