فرانسوي چارواکو د اګست له ۱۶ تر ۲۷مې نېټې پورې ټولټال ۲۶۰۰ افغانان له کابل څخه پاریس ته انتقال کړي دي. د فرانسې د ادغام او مهاجرت اداره وایي چې د دغو پناه غوښتونکو اداري چارو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د اګست میاشتې له ۱۶ تر ۲۷مې نېټې پورې ټولټال ۲۶۰۰ افغانان له کابل څخه پاریس ته راوستل شوي دي. د فرانسې له خوا له افغانستان څخه د افغانانو د ایستلو عملیات د تېرې جمعې په شپه پای ته ورسېدل.
د فرانسې د ادغام او مهاجرت ادارې یا اوفي مشر دیدیې لسکي کډوال نیوز ته وایي چې د پاریس په شارل دوګول هوایي ډګر کې د دغو پناه غوښتونکو د هرکلي لپاره جوړ شوی سیستم نور فعالیت نه کوي.
بیا ولولئ: له کابله څخه سلګونه تنه په دوو فرانسوي الوتکو کې پاریس ته ورسېدل
تر دې دمخه سازمانونو، فرانسوي کارکوونکو او ژباړونکو د پاریس په رواسي شارل دو ګول هوایي ډګر کې د سلګونو هغو افغانانو هرکلی کاوه چې له افغانستان څخه فرانسې ته راوستل شوي وو. د فرانس تغ دزیل سازمان عمومي مشرې دلفین روییو فرانسوۍ ورځپاڼې فیګارو ته ویلي تېرو ورځو کې دوی هڅه کوله چې نویو رسېدلو مهاجرو ته د ژوندانه لومړني امکانات برابر کړي.
په ورته مهال د اوفي د مشر دیدیې لسکي وایي فرانسې ته نوي رسېدلي کسان له معمولو افغان پناه غوښتونکو سره توپیر لري. په وینا یې: «ډېری دغه کسان د مدني ټولنې غړي، دولتي کارکوونکي، خبریالان، هنرمندان، فلم جوړوونکي او ممثلان دي.» داسې کسان چې د طالبانو تر ګواښ لاندې وو.
نوموړی زیاتوي چې د پاریس په هوایي ډګر کې دغه کسان له امنیتي فلټرونو تېر شوي دي. په وینا یې دوی د ژباړونکو په مرسته د رسېدلو کسانو هویت ارزولی دی. یادو مهاجرو دغه راز د کورونا ازموینه ورکړې ده.
بیا ولولئ: د سلو هیوادونو ګډه اعلامیه: طالبانو ډاډ راکړی چې سند لرونکو افغانانو ته له هیواده د وتلو اجازه ورکړي
د مهاجرو د هرکلي او ادغام ادارې په حواله دمګړۍ ډېری دغه کسان د ایل دو فرانس په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي او ځینې یې ولایتونو ته استول شوي دي. یاده اداره زیاتوي چې د ستراسبورګ، لیون او لیل په ګډون ۱۵ تر ۲۰ ښارونه د دغو افغانانو هرکلی کوي.
بل پلو د ستراسبورګ ښاروالې ژن بارسېګیان تېره چهارشنبه یوې خبري غونډې ته وویل چې خوشاله ده چې په داسې غمجن حالت کې دوی له افغانانو ملاتړ ښودلی دی. اوفي هیله ښيي چې فرانسوي ښاروالان د دغو مهاجرو د ادغام زمینه برابره کړي. د دیدیې لسکي په خبره اصلي مسله دا ده چې دغو کسانو ته سرپناه برابره شي.
د یادولو ده چې نن دوشنبه د اګست میاشتې ۳۰مه پاریس کې د نویو رسېدلو افغانانو د دوسیو د ثبت لپاره ځانګړې غرفه پرانیستل شوه.