د کرونېن تسایتونګ په نامه اتریشۍ ورځپاڼې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې طالبان چمتو دي له اروپا څخه اخراج شوي افغانان ومني، خو دغه کسان به افغانستان ته تر اخراج وروسته محاکمه شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اتریشۍ ورځپاڼې کرونېن تساتونګ ته ویلي چې له اروپا څخه اخراج شوي مهاجر افغانستان ته تر رسېدو وروسته محاکمه کېږي.
نوموړي زیاته کړې طالبان چمتو دي چې رد شوي افغانان ومني، خو «دغه کسان به محاکمه شي. محکمه به پرېکړه وکړي چې له دوی سره څه وشي.»
هغه دا نه دي ویلي چې اخراج شوي مهاجر ولې باید محکمو ته ولاړ شي او د محکمو پرېکړې به څه وي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې طالبان د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي. په وینا یې: «موږ یې هغه حقونه خوندي ساتو چې شریعت ورکړي دي... د ښځو زدکړې ته پام کوو او ورته د کار شرایط برابروو.»
د اتریش حکومت د افغان پناه غوښتونکو او مهاجرو پر وړاندې سخت سیاست غوره کړی دی. څه موده مخکې د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې هیواد به یې افغانستان ته د رد شویو مهاجرو د اخراج پروسه و نه دروي.
پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د اتریش د کورنیو چارو وریر کارل نېهامر وویل که څه هم نور افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج ممکن نه دی، خو دوی غواړي چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د اخراج مرکزونه جوړ شي.
د یادولو ده چې د اروپا د بشري حقونو محکمې د اګست میاشتې پر ۳مه له اتریش څخه د یو افغان مهاجر د اخراج مخنیوی کړی و. د یادې محکمې د پرېکړې له مخې د اتریش حکومت اړ و چې د نوموړي اخراج د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې وځنډوي.
افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اتریش له کابل څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ کې ونډه نه لرله. که څه هم لسګونه اتریشیان له کابله څخه وایستل شول، خو اتریشي چارواکو افغانستان ته هېڅ کومه الوتکه نه وه استولې.