امریکایي چارواکو تایید کړی چې وروستي امریکایي پوځیان د دوشنبې په شپه د اګست په دېرشمه له افغانستان څخه ووتل. په وینا یې دوی د تېرو ۱۷ ورځو په جریان کې تر ۱۲۰ زره ډېر امریکایان، بهرنیان او افغانان له افغانستان څخه را ایستلي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون شپه په یوه اعلامیه کې افغانستان کې د امریکایي پوځ د ماموریت پای اعلان وکړ. نوموړي له امریکایي پوځیانو مننه وکړه چې په تېرو ورځو کې یې له افغانستان څخه لسګونه زره کسان را ایستلي دي.
دغه اعلامیه کې راغلي چې په تېرو ۱۷ ورځو کې تر ۱۲۰ زره ډېر امریکایان، د امریکا د متحدو هیوادونو اتباع او د امریکا پوځ افغان همکاران له افغانستان څخه ایستل شوي دي.
بیا ولولئ: د طالبانو له راتګ وروسته له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک له افغانستان څخه ایستل شوي دي
بل لور ته سپینې ماڼۍ پرون دوشنبه وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا او متحدو ځواکونو له کابل څخه په ۲۶ نظامي الوتکو کې ۱۲۰۰ کسان را ایستلي دي.
د رسمي شمېرو له مخې د جولای میاشتې له پای راهیسې د ۶۰۰۰ امریکایانو او د دوی د کورنیو غړو په ګډون تر ۱۲۲ زره زیات کسان له افغانستان څخه بهر ته انتقال شوي دي.
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مک کنزي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه پنځه سوه افغان سرتېري او د هغوی کورنۍ یې هم را ایستلي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتنه کې ورسره مرسته کوله.
د نوموړي په حواله ۱۰۰ تر ۲۵۰ امریکایان و نه توانېدل چې په ټاکل شوي وخت کې ځان هوایي ډګر ته ورسوي او الوتکو ته پورته شي.
ښاغلي مک کنزي زیاته کړه چې دوی به له افغانستان څخه د پاتې امریکایي وګړو او د نورو اړمنو کسانو د را ایستلو لپاره خپلو دیپلوماتیکو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.
بیا ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ټولټال ۲۶۰۰ افغانان را ایستل شوي
د یادولو ده چې د فرانسې، برتانیا او جرمني په څېر ځینو اروپایي هیوادونو له کابل څخه د خپلو اتباعو او اړمنو افغانانو د را ایستلو عملیات تېره اونۍ پای ته رسولي وو.