د اروپایي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو پرون سه شنبه د اګست میاشتې ۳۱مه ژمنه وکړه چې د افغان مهاجرو د نویو څپو د راتګ د مخنیوي لپاره به د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره مرسته وکړي.
د اروپایي کمیسیون کمېشنرې یلوا جوهانسون د اروپا د کورنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته وویل: «تر دې دمه د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان مهاجرو شمېر کې زیاتوالی نه دی راغلی، خو موږ نه پوهېږو چې راتلونکې اونۍ او یا میاشت کې به څه پېښ شي. موږ باید بېلابېلو سناریوګانو ته تیاری ونیسو.»
د غونډې په جریان کې ګڼو هیوادونو د ترهګریز ګواښ د مخنیوي لپاره پر سختو امنیتي تدابیرو ټینګار وکړ.
د المان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر وویل داسې تدابیر باید ونیول شي چې کډوال «خپلو کورونو او فرهنګ ته نږدې پاتې شي». نوموړي زیاته کړه چې هغه کسان چې «په ځانګړې توګه تر ګواښ لاندې دي» باید وکولی شي چې اروپا ته ځان ورسوي.
د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال آلمان د زیات شمېر سوریایانو په ګډون تر یو میلیون ډېر مهاجر ومنل. د ملګرو ملتونو ادارې په حواله داسې ګومان کېږي چې ۲۰۲۱ کې به د افغان مهاجرو شمېر نیم میلیون تنو ته ورسېږي.
بیا ولولئ: اروپایي ټولنه: اروپا دې زیات شمېر مهاجر ومني
بل پلو د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نېهامبر وویل مهاجر دې خپل هیواد کې پاتې شي. په وینا یې: «موږ د سیمې ملاتړ کوو.» اتریش یو له هغو هیوادونو دی چې د مهاجرو پر وړاندې یې سخت سیاست غوره کړی دی.
دغه راز د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن «د مهاجرو د هرکلي او د سرحدونو د امنیت د ټینګښت ترمنځ د ښه انسجام» پر رامنځ ته کولو ټینګار وکړ. د نوموړي په خبره موخه به دا وي چې «هغه کسان چې له موږ سره یې مرسته کړې او یا د طالبانو تر ګواښ لاندې دي ورسره باید مرسته وشي، خو د له کنتروله وتلي مهاجرت مخه باید ونیول شي.»
بیا ولولئ: د سلو هیوادونو ګډه اعلامیه: طالبانو ډاډ راکړی چې سند لرونکو افغانانو ته له هیواد وتلو اجازه ورکړي
غونډه کې همدا راز له اروپایي کمیسیون څخه وغوښتل شول چې د اروپایي بودیجې په چوکاټ کې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او تاجیکستان سره باید مالي مرسته وکړي.
یلوا جوهانسون زیاته کړه چې «د مهاجرتي کړکېچ د مخنیوي غوره لاره دا ده چې د بشري کړکېچ مخه ونیول شي.» په وینا یې دوی باید افغانستان کې د موجودو نړیوالو سازمانونو له لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.
تر دې دمخه اروپایي ټولنې په ۲۰۲۱ کې د افغانستان او د افغانستان د ګاونډیو سره د ۲۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه کړې وه.
آغلې جوهانسون خبرداری ورکړ چې که «طالبان د تېر په شان وي، د بشري کړکېچ خطر شته.» په وینا یې اروپایي ټولنې د خپلو مرستو د ورکولو لپاره سخت شرطونه اېښودلي دي.
بیا ولولئ: ملګري ملتونه: د افغانستان د نفوس نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ټینګار وکړ چې دوی «خپلې ټولې هڅې کوي ترڅو افغانستان کې وضعیت د اروپایي ټولنې د ښاریانو لپاره د نویو ګواښونو لامل و نه ګرځي.»
د سلوانیا د کورنیو چارو وزیر الېس هوجس وویل دوی باید دې ته پام وکړي چې له اروپا څخه اخراج شوي مجرمان، جنسي تېری کوونکي او یا نور داسې کسان د پناه غوښتونکو تر نقاب لاندې بېرته اروپا ته را نه شي.
بل پلو د لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیر ژان اسلبورن له اروپایي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې اروپا کې دې «د هغو کسانو د بیا مېشتونې لپاره پروګرامونه جوړ کړي چې تر تعقیب لاندې دي او نور نه شي کولی چې په نورماله توګه افغانستان کې ژوند وکړي».
په ورته مهال ځینو سازمانونو د اروپایي ټولنې پر دریځ نیوکې کړې دي. اکسفام ویلي چې اروپایي حکومتونه هغو کسانو ته د پناه ورکولو مسولیت نه مني چې د امنیت په لټه کې دي. دغه راز د بخښنې نړیوال سازمان له اروپایي ټولنې څخه غوښتي دي چې «د مهاجرو د ساتنې مسولیت دې پر دریمو هیوادونو وا نه چوي».