Uد ۲۰۲۱ د اګست پر ۲۷مه پاریس ته رسېدلې کورنۍ. انځور: رویټرز
Uد ۲۰۲۱ د اګست پر ۲۷مه پاریس ته رسېدلې کورنۍ. انځور: رویټرز

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته فرانسه کې مېشت افغان مهاجر د خپلو کورنیو د برخلیک په اړه اندېښمن دي. دمګړۍ له کورنۍ سره د یو ځای کېدو پروسه خورا پیچلې شوې ده.

تېره اونۍ څلورو افغانانو فرانسې ته د خپلو کورنیو د را غوښتلو لپاره د دولت شورا ته مراجعه وکړه. د دولت شورا بیا په خپل پرېکړه لیک کې وویل چې دوی د دې توان نه لري چې کابل کې د تخلیې عملیاتو کې بدلون راولي. مانا یې دا چې کابل کې بندې پاتې کورنۍ د حکومت لومړیتوب نه دی.

دمګړۍ فرانسه کې له کورنۍ سره د یو ځای کېدنې ۳۵۰۰ دوسیې د انتظار په حال کې دي. سیماد سازمان کې د مهاجرو د حقونو کارپوه ژرار سادیک کډوال نیوز ته وایي: «په متوسطه توګه هر یو افغان د خپلې کورنۍ د را غوښتلو لپاره درې نیم کاله انتظار باسي.»

د یادولو ده چې کابل ته د طالبان تر ورتګ مخکې هم دغه پروسه خورا پیچلې وه. د ژرار سادیک په خبره: «کابل کې د فرانسې سفارت خلکو ته ویزه نه ورکوله. له کلونو راهیسې وضعیت همداسې و.» تر دې دمخه د افغانانو دوسیې معمولاً د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ارزول کېدلې.

«سسته پروسه»

په ۲۰۲۰ کې کورونا وبا دغه پروسه نوره هم پیچلې کړه. د ۲۰۲۱ په اپریل میاشت کې پاکستان کې د فرانسې ضد لاریونونه اسلام اباد کې د فرانسې سفارت د تړل کېدو لامل شول. ژرار سادیک وایي: «د سفارت کارکوونکي فرانسې ته را وغوښتل شول. پېښې د کورنیو پر یو ځای کېدو هم ناوړه اغیز وکړ.»

دمګړۍ زیاتې دوسیې د هند پلازمېنه دهلي او یا د ایران پلازمېنه تهران کې ارزول کېږي. ژرار سادیک وایي: «پروسه دیجیتالي شوې ده. خو کورنۍ د خپلو ویزو د ترلاسه کولو لپاره باید سفارت ته مراجعه وکړي. مانا یې دا چې مثلاً دوی باید دهلي ته ولاړ شي.»

سیماد زیاتوي چې د کورنۍ یو ځای کېدو برخه کې د فرانسې اداري سیستم ډېر سست دی. د مدافع وکیلې جسیکا لېسک په حواله د انتظار موده اوږده ده او وضعیت ورځ تر بلې پیچلی کېږي.

د فرانسې د بهرنیانو ادارې د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ د جنورۍ تر جولای پورې د کورنیو د یو ځای کېدو د پروګرام په چوکاټ کې ټولټال ۴۳۱ ویزې افغانانو ته ورکړل شوې دي. په ۲۰۲۰ کې ټولټال ۱۸۹ افغانانو ته ویزې ورکړل شوې وې.

«فرانسه دې قانون ته درناوی وکړي»

سیماد وایي: «موږ غواړو چې فرانسه قانون ته درناوی وکړي.» پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته افغانان د خپلو کورنیو د برخلیک په هلکه اندېښمن دي. پاریس کې مېشت یو افغان مهاجر کډوال نیوز ته وایي: «دوه کاله کېږي چې هڅه کوم خپله ښځه او خپل درې ماشومان فرانسې ته را وغواړم. کورنۍ مې افغانستان کې بنده پاتې ده. بانکونه تړلي دي. ورته پیسې نه شم استولی. دوی څنګه ژوند وکړي؟ څنګه سودا واخلي؟ ښځې نور له کوره د وتلو اجازه نه لري. دوی باید فرانسې ته را وستل شي.»

ژرار سادیک وړاندیز کوي چې فرانسې دې نوې قنسولي ادارې پرانیزي. په وینا یې: «د طالبانو له واکمنېدو سره سرحدونه تړل شوي، خلک څنګه د خپلو ویزو د ترلاسه کولو لپاره پاکستان، هند او یا ایران ته ولاړ شي؟ موږ هیله لرو چې فرانسې خپلې ژمنې عملي کړي او قانونه ته درناوی وکړي.»

د اګست له ۱۶ تر ۲۷مې پورې فرانسې ټولټال ۲۶۰۰ افغانان له کابله ایستلي دي چې ډېری یې فرهنګیان او ټولنیز فعالان دي.

 

نورې ليکنې