نږدې ۶۰۰ مهاجرو اندرې ستروئن پارک کې خیمې درولې دي. انځور: یوتوپیا ۵۶
نږدې ۶۰۰ مهاجرو اندرې ستروئن پارک کې خیمې درولې دي. انځور: یوتوپیا ۵۶

له تېرې چهارشنبې راهیسې د پاریس په اندرې ستروئن پارک کې چې د ایل دو فرانس قومندانۍ مخ ته موقعیت لري ۶۰۰ مهاجرو د رېکېزیسیون ټولنې په مرسته اعتراضي کمپ جوړ کړی. رېکېزیسیون له دولت څخه غواړي چې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي.

پرون چهارشنبه د سپټمبر لومړۍ نېټه نږدې ۶۰۰ مهاجرو د رېکېزیسیون ټولنې په مرسته د پاریس په اندرې ستروئن پارک کې چې د ایل دو فرانس قومندانۍ مخ ته موقعیت لري خیمې ودرولې. دوی له دولت څخه د سرپناه غوښتنه کوي.

د یوتوپیا ۵۶ مسول پییر متورن وایي: «د قومندانۍ مخ ته مو کمپ جوړ کړی ترڅو د اړمنو کسانو وضعیت ورته وښیو. تر هغه وخت پورې به دلته پاتې شو چې دغو مهاجرو ته سرپناه برابره شي.»

«دوی له ورځو، اونیو او میاشتو راهیسې د سړکونو پر غاړه ژوند تېروي»

سازمانونه په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه مهاجر چې د افغانستان، عاج ساحل، اریتریا، اتیوپیا، ګینیا، مراکش او روسیې اتباع دي «له ورځو، اونیو او ان میاشتو راهیسې د سړکونو پر غاړه ژوند تېروي». یوتوپیا ۵۶ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی په ډله کې ښځې، نوي زېږېدلي او کوچني ماشومان هم شته.

کاراماکو چې د ساحل عاج ده له څو اونیو راهیسې له خپل میړه او درې کلن زوی سره فرانسه کې ژوند کوي. دغه ۲۳ کلنه ښځه د فرانسې خبري اژانس ته وایي چې هیله لري چې ورته سرپناه برابره شي. 

د رېکېزیسون ټولنې له خوا لسم اعتراضي اقدام

د ۲۰۲۰ له ډسمبر میاشتې راهیسې د رېکېزیسون ټولنې د اعتراضي اقداماتو په پایله کې ۳۶۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. تر دې دمخه یادې ټولنې د پاریس په بېلابېلو ځایونو کې اعتراضي کمپونه جوړ کړي وو. تېره جولای میاشت رېکېزیسیون د پاریس په ووژ ډګر کې یو اعتراض کمپ جوړ کړ چې په پایله کې یې ۶۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوه، خو ۱۵۰ تنه نور بې سرپناه پاتې شول.

رېکېزیسیون وایي دغه اعتراضونه ښيي چې د مهاجرو د هرکلي لپاره سیاسي اراده نشته. په وینا یې فرانسه کې درې میلیونه خالي کورونه شته چې ۴۰۰ زره یې په ایل دو فرانس کې موقعیت لري.

 

نورې ليکنې