د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله. انځور: رویټرز،‌ ۲۰۰۸،‌ له ارشیف څخه
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله. انځور: رویټرز،‌ ۲۰۰۸،‌ له ارشیف څخه

د افغانستان د شمالي ګاونډي تاجکستان چارواکو دغه هیواد کې د ۸۰ افغانو کورنیو د پناه اخیستلو خبر ورکړی دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده دوشنبه ښار کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ مسول مولوګتا سره خبرو کې دغه هیواد کې د افغانو کورنیو د پناه اخیستنې یادونه وکړه.

ویل کېږي چې دغو کسانو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ حایل سیمې ته پناه وړې ده.

بي بي سي تاجکستان کې د خپل خبریال سهراب ضیا له قوله وایي چې چارواکو د دغو کورنیو د غړو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.‌ دا هم نه دي ویل شوي چې دوی په کومه سیمه کې دي.‌ خو په وینا یې حایل سیمې د تاجکستان د ختلان ولایت او د افغانستان د تخار، کندز او بلخ ولایتونو ترمنځ‌ سیمو ته ویل کېږي.

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې له اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.‌

بیا ولولئ:‌ اروپایي ټولنه:‌ د افغان مهاجرو د راتګ د مخنیوي لپاره باید د افغانستان له ګاونډیو سره مرسته وشي

تېره اونۍ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل تاجکان باید د افغانستان راتلونکي‌ حکومت کې «مناسب مقام» ولري او د دې هیواد نوی سیاسي نظام باید د «ټول پوښتنې» له لارې او د ټولو افغانانو د نظریاتو په پام کې نیولو سره جوړ شي.

پر افغانستان د طالبان تر ولکې وروسته زیات شمېر افغانان هڅه کوي‌ چې له هیواده ووځي.‌ که څه هم بهرنیو ځواکونو د کابل هوایي‌ ډګر له لارې تر ۱۲۰ زره ډېر افغانان له افغانستان څخه ایستلي‌ دي، خو زرګونه نور کسان لا هم بهرنیو هیوادونو ته د اوښتو هڅه کوي.‌

 

نورې ليکنې