د پولنډ او بلاروس ترمنځ پوله. انځور: ماسیج لوکزنیوسکی، نور فوټو، پېکچر الاینز،‌ د سپټمبر لومړۍ نېټه
د پولنډ او بلاروس ترمنځ پوله. انځور: ماسیج لوکزنیوسکی، نور فوټو، پېکچر الاینز،‌ د سپټمبر لومړۍ نېټه

د پولنډ حکومت له بلاروس پر پوله بېړنی حالت اعلان کړی دی.‌ د دې فرمان له مخې پوله کې پر مظاهرو بندیز لګول شوی او رسنۍ به سیمې ته د لاسرسي اجازه و نه لري.

د پولنډ ولسمشر اندرې دودا پرون پنجشنبه د سپټمبر ۲مه د پودلاسي او لوبلین سرحدي سیمو کې د ۳۰ ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ.‌ د نوموړي د یو ویاند په حواله د دې اقدام موخه دا ده چې پولنډ ته د مهاجرو له ورتګ څخه مخنیوی وشي.

په تېرو څو میاشتو کې زرګونو مهاجرو د بلاروس له لارې ځانونه لیتوانیا،‌ لاتویا او پولنډ ته رسولي دي. اروپایي ټولنه اندېښنه څرګندوي چې د بلاروس ولسمشر لوکاشنکو پر دغه هیواد د اروپایي بندیزونو په ځواب کې مهاجرو ته اجازه ورکوي چې د یادې اتحادیې غړو هیوادونو ته داخل شي.

«د امنیت ټینګول»

د پولنډ ولسمشر ویاند بلازې سپیشلاسکي وایي: «پوله کې وضعیت سخت او خطرناک دی… موږ اړ یو چې داسې تدابیر ونیسو او د پولنډ او د اروپایي ټولنې امنیت وساتو.» د پولند حکومت هیله ښيي چې بېړنی وضعیت پوله کې د مهاجرو مسله هواره کړي. د مرکزي اروپا کوریې سایټ له مخې دغه وضعیت به ۳۰ ورځې دوام وکړي.

پولنډ زیاتوي چې په تېرو څو اونیو کې بلاروس نږدې ۱۰۰۰۰ عراقیان خپلې خاورې ته انتقال کړي او په پام کې لري چې پولنډ، لیتوانیا او لاتویا ته یې واستوي.

له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې نږدې ۳۰ افغان مهاجر اسنارز ګورني سرحدي سیمه کې بند پاتې دي، خو پولنډ ورته خپلې خاورې ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي. دوی د پولنډي او بلاروسي پوله ساتونکو تر نظر لاندې دي.

بیا ولولئ: د اروپا د بشري حقونو محکمه:‌ پولنډ دې پوله کې له بند پاتو مهاجرو سره مرسته وکړي

دا په داسې حال کې ده چې پولنډ پولې ته ۲۰۰۰ نوي سرتېري استولي او د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې د ازغن سیمونو د لګولو کار هم پیل کړی دی.

پر مظاهرو بندیز، رسنۍ سیمې ته لاسرسی نه لري

د پولنډ د ولسمشر د فرمان له مخې د بېړني حالت په ترڅ کې به رسنۍ سیمې ته لاسرسی و نه لري. 

دغه راز یاده سیمه کې پر مظاهرو هم بندیز لګول شوی دی.‌ ټول هغه کسان چې پولې ته څېرمه اوسېږي باید خپلې پېژندپاڼې له ځان سره ولري.‌ د وسلو انتقال هم منع شوی دی.

په ورته مهال د پرس کلب پولنډۍ څانګې په یوه خبرپاڼه کې اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي نیوکه کړې ده.

د پولنډ ولسمشر اړ دی چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې خپل فرمان پارلمان ته وړاندې کړي. پارلمان به بیا د فرمان د منلو او یا ردولو په هکله پرېکړه وکړي.‌

 

نورې ليکنې