سوېلي افریقا تېره چهارشنبه وویل چې د هغو افغانانو د منلو توان نه لري چې له خپل هیواد څخه پاکستان ته مهاجر شوي دي.
د سوېلي افریقا د نړیوالو اړیکو او همغږیو ادارې تېره چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل دغه هیواد ته داسې وړاندیزونه شوي چې یو شمېر هغه افغان مهاجر ومني چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته یې پاکستان ته پناه وړې ده.
په وینا یې له سوېلي افریقا څخه غوښتنه شوې ده چې تر هغې مودې پورې یادو کسانو ته سرپناه ورکړي چې دوی خپل اصل مقصد ته انتقال شي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: «له بده مرغه سوېلي افریقا د دې وړاندیز د منلو توان نه لري.»
یادې ادارې دا هم ویلي چې دمګړۍ سوېلي افریقا کې زیات شمېر مهاجر اوسېږي او چارواکي هڅه کوي چې د دوی چارو ته رسیدګي وکړي. یاد کسان د دولت له ټولنیزو پروګرامونو لکه وړیا روغتیایي خدماتو څخه ګټه پورته کوي.
تر دې دمخه یوګاندا او کولمیبا د لنډمهال لپاره د هغو افغان مهاجرو منلو ته چمتووالی ښوولی و چې ټاکل شوې په راتلونکي کې امریکا یا نورو لویدیځو هیوادونو کې مېشت کړل شي.
تېره اونۍ ۵۱ افغانان له کابل څخه یوګاندا ته انتقال شول. ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې به ځینې نور افغانان هم دغه هیواد ته ولېږدول شي.