د فرانسې د ویزو د غوښتنې ویب سایت تر انټرنیټي برید لاندی راغلی دی. انځور: picture alliance
د فرانسې د ویزو د غوښتنې ویب سایت تر انټرنیټي برید لاندی راغلی دی. انځور: picture alliance

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د بهرنیو اتباعو لپاره د فرانسې د ویزو د غوښتنې ویب سایت تر انټرنیټي برید لاندی راغلی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبري بیانه کې ویلي چې د اګست په ۱۰ مه د فرانسې « France-visas» پر ویب سایټ انټریټي برید شوی. یاد وزارت په خپله بیانه کې خبردارۍ ورکړی چې ښايي په دغه ویب سایټ کې د ویزې د غوښتونکو ثبت شوي  شخصي معلومات لکه نوم، پاسپورټ، د زیږیدو نیټه او ملیت غلا شي او یا د ناوړه استفادې وړ وګرځي.

په بیانیه کې چې د جمعې په ورځ د اګست په ۳ مه خپره شوې راغلي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت او د اروپايي اتحاديي د بهرنیو چارو وزارت په چټکۍ سره د ویب سایت د خوندیتوب او د نورو دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

د یاد وزارت چارواکي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې 8700 خلک د دغه انټرنیټي برید څخه اغیزمن شوي چې له دغې ډلې د ځینو معلومات غلا شوي. زیاته شوې چې دغو خلکو ته د برید د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو او لارښوونې پیغامونه استول شوي دي.

نور ولولئ:افغانان څنګه کولای شي په بیړنۍ ډول فرانسې ته خپلې کورنۍ را وغواړي؟

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه برید اغیزې محدودې دي او مالي، اداري پروسو او نورو حساسو معلوماتو ته زیان نه شي رسولای.

د فرانسې دولت په دې اړه خپل شکایت ثبت کړی او د پیښې په اړه عدلي او قضايي تحقیقات دوام لري.

 

نورې ليکنې