تر ۱۲۰۰ زیاتو مهاجرو ته د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې سرپناه برابره شوې ده. انځور: یوتوپیا ۵۶
تر ۱۲۰۰ زیاتو مهاجرو ته د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې سرپناه برابره شوې ده. انځور: یوتوپیا ۵۶

د پاریس اندرې سیتروئن پارک کې جوړ شوی اعتراضي مهاجر کمپ تېره شنبه د فرانسوي چارواکو له خوا وتړل شو. دغه کمپ کې افغانان او افریقایان راټول شوي ول. فرانسوي پولیسو وایي چې د کمپ د خالي کولو عملیاتو په پایله کې یې ۱۲۰۰ کسانو ته سرپناه برابره کړې ده.

د پاریس د ښاروالۍ او قومندانۍ کارکوونکو تېره شنبه د سپټمبر میاشتې ۴مه اندرې سیتروئن پارک کې جوړ شوی اعتراضي مهاجر کمپ خالي کړ. دغه پارک کې تر زرو ډېر مهاجر راټول شوي ول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله ۱۲۱۰ کسان چې ډېری یې افغانان او افریقایان دي د ایل دو فرانس او د فرانسې د نورو سیمو د هرکلي او د وضعیت د ازموینې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

دغو مهاجرو تېره چهارشنبه د سپټمبر لومړۍ نېټه د رېکېزیسیون ټولنې په مرسته د پاریس په اندرې سیتروئن پارک کې خیمې درولې وې. دوی له دولت څخه د سرپناه غوښتنه لرله. د یوتوپیا ۵۶ سازمان په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری دغه کسان «له اونیو، میاشتو او ان کلونو راهیسې د سړکونو پر غاړه اوسېدل» او په ډله کې یې ۲۰۰ ماشومان هم ول.

افغان مهاجر یاسین سلیم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هغه هیله لري چې ثابته سرپناه ورته برابره شي. په وینا یې: «زه غواړم چې دلته ژوند وکړم، کورنۍ مې فرانسه کې نشته. فرانسه مې کورنۍ ده.»

په ورته مهال د یوتوپیا ۵۶ سازمان بنسټګر یان مانزي وایي چې دوی مسولیت لري چې دولت ټولو ته ثباته سرپناه برابره کړي.

د ۲۰۲۰ له ډسمبر میاشتې راهیسې د رېکېزیسون ټولنې د اعتراضي اقداماتو په پایله کې ۳۶۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. تر دې دمخه یادې ټولنې د پاریس په بېلابېلو ځایونو کې اعتراضي کمپونه جوړ کړي وو. تېره جولای میاشت رېکېزیسیون د پاریس په ووژ ډګر کې یو اعتراض کمپ جوړ کړ چې په پایله کې یې ۶۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوه، خو ۱۵۰ تنه نور بې سرپناه پاتې شول.

رېکېزیسیون وایي دغه اعتراضونه ښيي چې د مهاجرو د هرکلي لپاره سیاسي اراده نشته. په وینا یې فرانسه کې درې میلیونه خالي کورونه شته چې ۴۰۰ زره یې په ایل دو فرانس کې موقعیت لري.

 

نورې ليکنې