مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز
مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز

پرون یکشنبه د سپټمبر ۵مه ۱۵۸ مهاجرو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. بل پلو فرانسوي چارواکو انګلیس کانال کې د ۲۰ مهاجرو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي پرون یکشنبه د سپټمبر ۵مه ۱۵۸ مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. د دغو کسانو په ډله کې ۴ کم سنه مهاجر او یو نوی زېږېدلی ماشوم هم دی. 

سرچینې برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو هویت نی په ډاګه کړی، خو دومره یې ویلي دي چې روانه میاشت کې دا د کډوالو لومړۍ ډله ده چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلې ده.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: یوه ورځ کې تر ۸۰۰ ډېر مهاجر برتانیا ته رسېدلي

بل پلو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون یکشنبه ۲۳ مهاجر وروسته له هغه د ویمرو په ساحلي اوبو کې وژغورل شول چې کښتۍ یې له کاره ولوېده.

د ژغورل شویو په ډله کې یو څلور کلن ماشوم او ۶ ښځې هم دي. دوی له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته بولونی سور مېر بندر ته انتقال شوي دي.

انګلیس کانال کې د امنیتي تدابیرو سربېره زیات شمېر مهاجر لا هم هڅه کوي چې په کوچنیو کښتیو کې ځان برتانیا ته ورسوي. د بي بي سي په حواله د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۱۲۵۰۰ کسان په ۵۰۰ کښتیو کې له فرانسې څخه برتانیا ته اوښتي دي. 

 

نورې ليکنې