د طالبانو له راتګ وروسته،د افغانستان یو شمیر پخواني لوړپوړي چارواکي آلمان ته پناه وړې چې په دغو چارواکو کې د بهرنیو چارو، کډوالو چارو او د حج او اوقافو وزیرانو په ګډون د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفتر سپنتا هم شامل دي.
د آلمان د شپیګل مجلې راپور ورکړی چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو پخوانی وزیر نور رحمن اخلاقي له خپلې میرمنې او څلورو اولادونو سره د اګست په ۳۱ مه له دوحې څخه د آلمان فرانکفورت ښار ته رسیدلی دی.
شپیګل مجلې لیکلي چې فرانکفورت ته له رسیدو سره سم نوموړي د ډیپلوماتیک پاسپورټ سربیره ۸۰ زره ډالره هم له ځان سره درلود. نور رحمن اخلاقي د آلمان چارواکو ته ویلي چې دغه پیسې يي د خپلې کورنۍ شخصي پیسې دي.
شپیګل لیکلي چې په ښکاره ډول نور رحمن اخلاقي له کابل څخه د امریکا په یوه وروستۍ الوتکه کې ایستل شوی.
په راپور کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر حنیف اتمر، د حج او اوقافو چارو وزیر محمد قسیم حلیمي او د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا ځکه د جرمني پوځیانو لخوا دغه هیواد ته انتقال شوي چې له دوې سره يي نږدې اړیکې درلودي.
نور ولولئ: افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت پای: تر ۱۲۰ زره ډېر کسان له کابل څخه را ایستل شوي
شپیګل لیکلي چې د حق او اوقافو وزیر د دغه وزارت له یو شمیر کارکوونکو سره د اګست په ۲۳ مه د فرانکفورت هوايي ډګر ته رسیدلی چې وروسته بیا د برلین ښار د کډوالو یو مرکز ته استول شوی.
د طالبانو له راتګ وروسته د جرمني ځواکونو د تخليي په عملیاتو کې ۴۶۵۰ خلک له کابل څخه ایستل شوي دي.
د راپورونو پر اساس کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته له ۱۲۰ زرو څخه ډېر کسان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه را ایستل شوي دي. د افغانانو د ایستلو عملیات د اګست په ۳۱ مه په افغانستان کې د امریکا له پوځي ماموریت له پای ته رسیدو سره سم و درید خو لاهم زرګونه افغانان چې له بهرنیانو سره يي په افغانستان کې کار کړی او یا پر شرایط برابر دي بهر ته د تګ انتظار باسي.
د امریکا په ګډون ګڼو لویدیځو هیوادونو ژمنه کړې چې د دغو افغانانو ایستل به له سره پیل کړي او طالبانو هم ژمنه کړې چې هغو افغانانو ته به د سفر اجازه ورکړي چې د سفر اسناد له ځان سره ولري.