ترکي سرتېري د ګزمې په حال کې. انځور: پېکچر الاینز
ترکي سرتېري د ګزمې په حال کې. انځور: پېکچر الاینز

د ځایي رسنیو په حواله د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي د روان میلادي کال له پیله راهیسې دې هیواد کې ۴۰ زره او ۹۸ «غیرقانوني» افغان مهاجر نیول شوي دي.

د ترکیې خبري اژانس دېلي سبا د ترکي چارواکو له قوله وایي چې د روان کال له پیله راهیسې دې هیواد کې ۴۰ زره او ۹۸ «غیرقانوني» افغان کډوال نیول شوي دي.

د ورځپاڼې په حواله د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل چتاکلي نن دوشنبه یوه خبري غونډه کې وویل، سږ کال تر دې دمه دې هیواد کې د نیول شویو افغان مهاجرو شمېر ۴۰ زرو ۹۸ تنو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه چې په ۲۰۱۹ کې ۲۰۱ زرو او ۴۳۷ او په ۲۰۲۰ کې ټولټال ۵۰۱۶۱ افغانان دغه هیواد کې نیول شوي ول.

د نوموړي په حواله تېر کال پوله کې د ۵۰۵ زرو او ۳۷۵ تنو او سږ کال تر دې دمه د ۳۰۷ زرو او ۸۵۰ بهرنیانو مخه نیول شوې ده.

ښاغلي چتاکلي دا هم ویلي چې د ترکیې پر دولت د مخالفو ډلو د تورونو خلاف ترکیه له ناقانونه کډوالۍ سره په مبارزې بوخته ده. 

دا په داسې حال کې ده چې ترکي چارواکو تېره جولای میاشت ویلي وو د ور تلونکو افغان مهاجرو د نوېو څپو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي‌ دي.‌ د ترکیې دفاع وزیر هلوسي اکار په خبره دوی خپلو سرحدي سیمو ته نور سرتېري ځای پر ځای کړي او امنیتي تدابیر یې پکې ټینګ کړي دي.‌

دغه راز ترکیې له ایران سره پر پوله د سرحدي دېوال د جوړولو کار پیل کړی چې ۲۹۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

 

نورې ليکنې