زرګونه افغانان د سپین بولدک پر پوله پاکستان ته د تلو انتظار باسي. انځور: آرشیف، اګست ۲۰۲۱
زرګونه افغانان د سپین بولدک پر پوله پاکستان ته د تلو انتظار باسي. انځور: آرشیف، اګست ۲۰۲۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم پولې ته يي د خپل سفر پر مهال هغه آوازې په کلکه رد کړې چې ګواګي پاکستان د پولې په اوږدو کې د افغان کډوالو لپاره کمپونه جوړوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې شیخ رشید د یک شنبې په ورځ د اګست په ۵ مه په تورخم کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل:« زه غواړم نړیوالې ټولنې ته په ډاګه کړم چې داسې کمپونه د پولې په اوږدو کې شتون نه لري.»

نوموړی د کمپونو جوړول د هندوستان هیواد تبلیغات بولي. هغه زیاتوي چې یوازې ۴۰۰۰ افغانان د سفر د معتبرو اسنادو سره له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شوي دي.

د پاکستان د کورنېو چارو وزير په دغه سفر کې وویل چې د تورخم له لارې تګ راتګ او د سوداګرۍ زياتولو لپاره به  لازم اقدامات ترسره او دغلته به د کارکوونکو شمېر هم لوړ کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تورخم سرحدي سیمې ته دا د پاکستان د یو لوړ پوړي چار واکي لومړی سفر دی. نوموړی په داسې مهال دغه سفر تر سره کوي چې د تورخم او سپین بولدک د پولې د تړلو له امله زرګونه افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه پاکستان او ایران کې له کډوالو او اړمنو سره ۲۲ میلیونه یورو مرسته کوي

ملګري ملتونه له دې وړاندې پر پاکستان او ایران غږ کړی و چې د افغانانو پر مخ دې خپلې پولې پرانیزي خو پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې د نورو افغانان کډوالو د منلو توان نه لري.

له افغانستان څخه د کډوالۍ د نویو څپو په اړه اندیښنې وروسته له هغه ډیرې شوې چې د اګست په لومړیو کې طالبانو د افغاستان د یو شمیر ولایتونو ولکه تر لاسه کړه او وروسته بیا کابل ښار ته ننوتل.

د طالبانو د واک ته له رسیدو وروسته یوازې له ۱۲۰ زره تنو څخه ډیر خلک د امریکا او ناټو هیوادونو لخوا د کابل هوايي ډګر له لارې ایستل شوي دي خو لاهم زرګونه خلک  له افغانستان څخه د وتلو انتظار باسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداري عالي کمیشنري اټکل کړی چې ښايي نیم میلیونه افغانان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شي.

 

نورې ليکنې