د چک لومړي وزیر اندرې بابیش پرون سه شنبه وویل په اروپایي ټولنه کې د افغان مهاجرو لپاره ځای نشته. نوموړي زیاته کړه داسې یوه حل لاره باید وموندل شي چې افغانانو ته خپل هیواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.
پرون سه شنبه د چک جمهوریت په لېدنیس ماڼۍ کې د چک لومړي وزیر اندرې بابیش د اتریش او د سلوانیا له لومړي وزیرانو سباستین کورڅ او ادوارد هېګر سره خبرو کې وویل چې اروپا کې د افغان مهاجرو لپاره «ځای نشته».
ښاغلي بابیش زیاته کړه: «یو امکان به دا وي چې د تېر په څېر د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وشي، خو زه فکر نه کوم چې دا به یوه ښه حل لاره وي.»
نوموړي د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ هغه تړون ته اشاره کوله چې په ۲۰۱۶ کې لاسلیک شوی و او ترکیې پکې ژمنه کړې وه چې د مالي مرستو په بدل کې به اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي.
د چک لومړي وزیر ټینګار وکړ: «مناسبه حل لاره به وا وي چې افغانان خپله خاوره کې پاتې شي.»
«سیمه ییزه حل لاره»
دغه راز د اتریش لومړي وزیر وویل هیواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې له افغان مهاجرو سره د ۱۸ میلیونه یورو په ارزښت مرسته وکړي.
هغه په ۲۰۱۵ کال کې د سوریایي مهاجرو څپې ته په اشارې وویل: «موږ هڅه کوو چې د دوی [افغان مهاجرو] غمونه کم کړو، خو نه غواړو چې ۲۰۱۵ یو ځل بیا تکرار شي. موږ د غیرقانوني مهاجرت خلاف یو او د قاچاق وړونکو پر ضد مبارزه کوو.»
د اتریش د لومړي وزیر په خبره د افغان مهاجرو د ستونزو د هوارولو لپاره باید د سیمې په کچه حل لاره وموندل شي.
پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته ډېری اروپایي هیوادونه د افغان مهاجرو د نویو څپو د راتګ په هکله اندېښنې څرګندوي.