مهاجر په ډنمارک کې. کرېډېټ: ایماګو، دين پېکچرز، اف. جي. دین
مهاجر په ډنمارک کې. کرېډېټ: ایماګو، دين پېکچرز، اف. جي. دین

ډنمارک حکومت پرون سه شنبه وویل وروسته له دې به مهاجر د دولتي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره باید په اونۍ کې ۳۷ ساعته کار وکړي.

ډنمارک حکومت مهاجرو ته د دولتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د کار شرط اېښودلی دی.د چارواکو په حواله هر یو مهاجر اړ دی چې له دغو خدماتو څخه د ګټه پورته کولو لپاره په اونۍ کې ۳۷ ساعته کار وکړي.‌ ډنمارک وایي د دې پلان موخه دا ده چې مهاجر ټولنه کې ادغام شي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېت فرېدرېکسن رسنیو ته ویلي دوی غواړي چې مهاجر په ټولنه کې برخه واخلي او مفید واقع شي. په وینا یې که څوک منظم کار نه شي‌ موندلی، نو باید د دولتي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړې چې دوی له کلونو راهیسې خلکو ته امکانات برابروي خو په بدل کې یې کوم څه نه دي ور غوښتي.

بل پلو د ډنمارک د کار وزیر پیتر همرلګارد ویلي تر ټولو مهمه مسله دا ده چې «خلک له خپلو کورونو څخه ووځي». په وینا یې دوی ممکن «سواحلو کې پلاستیک او یا د څکول شویو سګرټونو پاتې برخې راټولې کړي… او یا کارخانو کې د کارونو د ښه پر مخ وړلو کې برخه واخلي.»

حکومت زیاته کړې چې دمګړۍ د مراکشۍ، ترکۍ او یا د منځني ختیځ څخه راغلو لسو ښځینه مهاجرو څخه شپږ تنه یې کار نه کوي.

دغه فرمان به لومړی پر هغو مهاجرو تطبیق شي چې له درېو او یا څلورو کلونو راهیسې دولتي خدمات ترلاسه کوي او ډنمارکي ژبه یې په سمه توګه نه ده زده.

ډنمارک یو له هغو هیوادونو دی چې د مهاجرو پر وړاندې سخت سیاست غوړه کړی دی. تېره جو میاشت ډنمارکي چارواکو یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې پناه غوښتونکي دغه هیواد کې د خپلو دوسیو تر ثبت وروسته له اروپایي ټولنې بهر هرکلي مرکزونو ته استول کېږي.‌

که څه هم تر اوسه هېڅ کوم هیواد د دغو پناه غوښتونکو منلو ته چمتووالی نه دی ښودلی، خو سازمانونه دغه قانون د پناه غوښتنې له حق څخه سرغړونه بولي.

 

نورې ليکنې