انځور:‌ د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني
انځور:‌ د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني

د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو مهاجرو په شمېر کې زښت زیات ډېروالی راغلی دی.‌ له تېرو درېو ورځو راهیسې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان د دغه کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي.

تېره سه شنبه د سپټمبر میاشتې ۷مه ۴۰۰ تر ۵۰۰ مهاجر په کوچنیو کښتیو کې برتانوي سواحلو ته ورسېدل. د بي بي سي خبریال دان دانېسن په حواله په همدغه ورځ ۳۰ تر ۴۰ کسانو دوور ساحل ته ځان ورساوه. د بي بي سي یو بل خبریال سیمون جون وایي چې د سه شنبې په ورځ ۳۱ تنه نور کېنګس دون ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ‌ مخکې د یوه نوي زېږېدلي ماشوم او یو کم سن مهاجر په ګډون په ۲۷ کښتیو کې سپاره ۷۸۵ تنه ته برتانیا ته رسېدلي وو.‌ 

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، فرانسوي چارواکو تېره دوشنبه مانش کانال کې د هغو ۳۷۸ مهاجرو مخه نیولې ده چې غوښتل یې برتانیا ته واوړي.

دغه راز تېره یکشنبه د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۵۸ کسان چې په څلورو کښتیو کې سپاره ول مانش کانال کې ونیول شول.

ویل کېږي چې د هوا حالاتو ښه والی د مهاجرو د شمېر د زیاتوالي سبب ګرځېدلی دی.

لنډن کې پر مهاجرو بحث

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د جي-۷ هیوادونو غونډه کې د برتانیا لومړۍ وزیره پریتي پاتل له خپل فرانسوي سیال ژرالد دارمنن سره پر دغې موضوع خبرې وکړي. د بي بي سي د یو خبر له مخې، پریتي پاتل په پام کې لري چې تر هغه وخت پورې فرانسې ته د مرستو د ورکولو ډډه وکړي چې د «لا زیاتو کښتیو مخه ونیول شي».

تېره جولای میاشت د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې او د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ترمنځ ناسته کې هوکړه شوې وه چې بریتانیا به په راتلونکو دوو کلونو کې له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یورو مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي او د فرانسې په خاوره کې دې کډوالو ته سرپناه برابره شي.

د امنیتي تدابیرو سربېره لا هم د انګلیس کانال له لارې زیات شمېر مهاجر برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. سږ کال تر دې دمه تر ۱۲۶۰۰ ډېر مهاجر د دې کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي چې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې