له کابله فرانسې ته رسېدلې کورنۍ. انځور: رویټرز، سارا میسونیې. د اګست ۲۷مه
له کابله فرانسې ته رسېدلې کورنۍ. انځور: رویټرز، سارا میسونیې. د اګست ۲۷مه

د فرانسې د دولت شورا پرون چهارشنبه پرېکړه وکړه چې د افغان مهاجرو د کورنیو غړو لپاره د ویزې د ورکولو لپاره نویو تدابیرو ته اړتیا نشته.

له تېر کال راهیسې د افغان مهاجرو د کورنیو د الحاق پروسه د کورونا وبا د خپرېدو او دغه راز کابل کې د فرانسې له سفارت څخه د اسلام اباد او ورپسې تهران او نوې دهلي سفارتونو ته د دوسیو د ارزونې د صلاحیت د انتقال له امله له ځنډ له سره مخ شوې ده. 

د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته ځینو افغان مهاجرو د فرانسې د دولت شورا ته په مراجعې سره او د دغو دوسیو د چټکې ارزونې غوښتنه وکړه.

د دولت شورا په حواله د فرانسې د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې د دې هیواد قنسولګرۍ کولی شي هغو کسانو ته ویزه ورکړي چې تر دې دمخه یې ذیربطو قنسولګریو ته خپلې دوسیې نه وې وړاندې کړې، خو لومړی دوی باید ثابته کړي چې له داسې خنډونو سره مخ ول چې د وړاند وینې وړ نه وو.

د دولت شورا زیاتوي:‌ «حکومت دا هم ویلي چې په راتلونکي کې د قنسولګریو انساني، مادي او ودانیز امکانات د امنیتي وضعیت پر بنسټ تنظمېږي.» په وینا یې افغانستان کې اوسني ناڅرګند حالت ته په کتو سره د فرانسې حکومت اړ نه دی چې «اضافي تدابیر» ونیسي.

تېره اګست میاشت فرانسوي وکیل سدریک ازان سارانو د دولت شورا یوې غونډې ته ویلي وو چې د دې وضعیت تر شا لامل دا دی چې د کورنیو غوښتنې له دوو درېو کلونو راهیسې نه دي ارزول شوې. نوموړي د دوسیو د ارزونې پروسې د چټکېدو او اسانېدو غوښتنه کړې وه.

د دولت شورا بیا په یو پرېکړه لیک کې وویل چې دوی د دې توان نه لري چې کابل کې د تخلیې عملیاتو کې بدلون راولي

د یادولو ده چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان مهاجرو له خوا د کورنیو د الحاق ۳۵۰۰ دوسیې ثبت شوې دي.

 

نورې ليکنې