دودوما (کېڼ خوا ته) او الېکس (ښې خوا ته) په ۲۰۱۹ کې لېسبوس ته رسېدلي دي. دوی اوس د کاراتپه په مهاجر کمپ کې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز
دودوما (کېڼ خوا ته) او الېکس (ښې خوا ته) په ۲۰۱۹ کې لېسبوس ته رسېدلي دي. دوی اوس د کاراتپه په مهاجر کمپ کې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز

د ۲۰۲۰ د سپټمبر پر ۸مه د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته یوناني او اروپایي چارواکو وویل، موریا به نور نه تکرارېږي. دوی دغه راز د پناه غوښتونکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ. خو له پېښې یو کال وروسته لېسبوس ټاپو کې مهاجر لا هم په خورا سختو شرایطو کې شپه سبا کوي.

د کارا تپې په نامه مهاجر کمپ د یونان د لېسبوس ټاپو په متیلین ښار کې پروت دی. له کمپ نه بهر ځینې ښځې د سودا اخیستلو لپاره سوپرمارکېټ ته ځي، یو بل مهاجر د حقوقي مشورې لپاره یو سازمان ته مراجعه کوي، ځینې جوړې هم له خپلو کوچنیو ماشومانو سره لیدل کېږي.

دودوما او الېکس پر خپلو بایسکېلونو سپاره دي. دغه دوه کانګویي مهاجر چې عمرونه یې ۲۸ کلونه دي دوه کاله مخکې لېسبوس ټاپو ته رسېدلي دي. دوی چې تر دې دمخه یې موریا کمپ کې ژوند کړی وایي، اورلګېدنه یې نه ده هېره کړې. دغه دوه کانګویان له تېر یو کال راهیسې په کاراتپه کې کمپ کې اوسېږي. خو په وینا یې «شرایطو کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی».

بیا ولولئ: یونان: موریا کمپ ته د اور اچونې په تور څلور افغانان په لس لس کاله بند محکوم شول

دودوما وایي: «موږ په غیرانساني شرایطو کې ژوند کوو. زموږ تر خیمې لاندې اته کسان اوسېږي. خیمه مو د تشناب مخ ته درول شوې، تشنابونه ډېر بد بوی کوي. په ورځ کې یوازې څو ساعته برق لرو. د خوړو کیفیت ښه نه دی.»

الېکس بیا وایي: «موریا کې هېڅ ډول امنیت نه و موجود. دلته بیا امنیتي وضعیت لږ ښه دی.»

له کاراتپې څخه د سرویسونو تر تمځي پورې مهاجر پیاده مزل کوي. انځور: کډوال نیوز
له کاراتپې څخه د سرویسونو تر تمځي پورې مهاجر پیاده مزل کوي. انځور: کډوال نیوز

لنډمهاله کمپ

موریا کې تر اورلګېدنې وروسته یوناني چارواکو وویل چې دغه نوی کمپ به د لنډې مودې لپاره وي، خو دمګړۍ یاد کمپ مخ په لویېدو او پراخېدو دی او ګڼ شمېر مهاجر پکې اوسېږي. دغه نوی کمپ کاراتپه یا ماوروني نومېږي. ځينې بیا ورته دویمه موریا وایي.

د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې یوناني چارواکو د ۲۰۲۱ تر اوړي پورې د یو داسې کمپ د جوړولو ژمنه کړې وه چې د ژوندانه شرایط پکې مناسب او انساني وي. خو د دغه کمپ د جوړېدو کار لا نه دی پیل شوی.

د سولیدارېتې لېسبوس سازمان غړی بابیش پېتسېکوس وایي چې د یونان په ساموس ټاپو کې د یو بل مهاجر کمپ د جوړولو کار څلور کاله وخت نیولی دی.

یوناني چارواکي بیا وایي چې دغه کمپ به په ۲۰۲۲ کې پرانیستل شي.

بیا ولولئ: یوناني ټاپوګان: اروپایي ټولنه له مهاجر کمپونو سره د ۲۷۶ میلیونه یورو په ارزښت مرسته کوي

کاراتپه کمپ. د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۷مه. انځور: کډوال نیوز
کاراتپه کمپ. د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۷مه. انځور: کډوال نیوز

ډېری سازمانونه د تړلو کمپونو د جوړېدو پروژې سره مخالفت ښيي. ټاکل شوې ده چې لېسبوس ټاپو کې نوی مهاجر کمپ به کالوني ته نږدې جوړ شي چې له متیلین څخه ۴۰ کیلومتره فاصله لري او یوې کثافت دانۍ ته څېرمه دی. بابیش پېتسیکوس د اروپایي ټولنې له خوا د مهاجرو د هرکلي پر سیستم نیوکه کوي او وایي: «دغه کمپ په یو ځنګل کې موقعیت لري. هلته هېڅ شی هم نشته، سم سړک هم نشته. خلک به څنګه مرسته ترلاسه کړي؟»

«د ماښام له ۶ بجو وروسته ښځې او ماشومان اوبه نه څکي»

کاراتپه مهاجر کمپ له متیلین ښار څخه ۲،۵ کیلومتره فاصله لري، خو د دواړو ترمنځ ډېر توپیر شته. که څه هم اروپایي هیوادونو کې د تعطیلاتو وخت تقریبا پای ته رسېدلی دی، خو متیلین بندر کې ګرځندویان لا هم لیدل کېږي.

د یوناني ساحل ساتونکو یوه کښتۍ میتیلین بندر کې. د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۶مه. انځور: کډوال نیوز
د یوناني ساحل ساتونکو یوه کښتۍ میتیلین بندر کې. د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۶مه. انځور: کډوال نیوز

مهاجر بیا له کمپ څخه د وتلو لپاره اړ دي چې د کورونا ټسټ وکړي. چارواکو دغه راز د کمپ پر اوسېدونکو ګرځبندیز لګولی دی. کمپ کې د ورځې هوا ګرمه ده خو د شپې هوا ډېره سړېږي.

متیلین کې د بې سرحده ډاکټرانو د روحي ناروغیو د کلینیک مشره لور جواشیم وایي: «کمپ کې د ژوندانه شرایط ډېر خراب دي.» په وینا یې مهاجر له یوې خوا د سمندر او له بلې خوا د ازغن سیمونو او پولیسو ترمنځ ایسار پاتې دي.»

کمپ کې د تشنابونو شمېر هم لږ دی. د جواشیم په خبره تشنابونه د مهاجرو له خیمو څخه لرې واقع شوي او ډېر چټل دي. په وینا یې: «د ماښام له ۶ بجو وروسته ښځې او ماشومان اوبه نه څکي ځکه کله چې دوی تشناب ته ځي ځان خوندي نه احساسوي.»

روحي فشارونه

دغه وضعیت او د ادارې پروسې پیچلتیا د مهاجرو پر روحي روغتیا او سلامتیا ناوړه اغېز کړی. بابیش پېتسیکوس وایي: «د مهاجرو وضعیت نور هم خراب شوی دی.» نوموړی زیاتوي چې د کورونا ویروس په پلمه مهاجر څو میاشتې کمپ کې بند پاتې وو او په اونۍ کې یې یوازې یو ځل له کمپ څخه د وتلو اجازه درلوده.

د بې سرحده ډاکټرانو دوه کلینیکونه په کاراتپه کمپ او د متیلین ښار په مرکز کې موقعیت لري. د دې کلینیک د روحي ناروغیو مشره جواشیم وایي: «مهاجر له زیاتو روحي مشکلاتو سره لېسبوس ټاپو رسېږي، دلته بیا له نویو روحي ستونزو سره مخ کېږي.»

کاراتپه کمپ کې ډېری ماشومان د ژوندانه د سخت وضعیت له امله له روحي ستونزو سره مخ دي. د جوشایم په وینا: «ځینې ماشومان د شپې په خپل خوب ځای کې متیازې کوي، ان ۱۶ کلن ځوانان له دغې ستونزې سره مخ دي. دا د روحي فشار نښه ده.»

تر دې دمخه لېسبوس ټاپو کې د پیپکا او کارا تپه ۱ په نامه دوه جوړښتونه موجود ول چې اړمنو کسانو لکه معلولانو، مېندوارو ښځو او یا ناروغانو ته به د اوسېدو ځای برابراوه، خو دغه جوړښتونه د ۲۰۲۰ په اکټوبر او د ۲۰۲۱ په اپریل میاشت کې د یوناني چارواکو له خوا وتړل شول.

دلربا یوه ۲۵ کلنه تاجکه ښځه ده چې کاراتپه کمپ کې ژوند کوي. نوموړې چې مېنداوه ده د خپل ماشوم د روغتیا په اړه ډېره اندېښمنه ده. هغه وایي: «ډېر استرس لرم، اشتها مې بنده ده، د شپې خوب نه شم کولی.»

دلربا چې حامله ده د خپل ماشوم په اړه اندېښنې لري. انځور: کډوال نیوز
دلربا چې حامله ده د خپل ماشوم په اړه اندېښنې لري. انځور: کډوال نیوز

ترکیه یا خوندي هیواد

د تېرې جون میاشتې له ۶مې راهیسې یوناني چارواکي هڅه کوي چې مهاجر بېرته ترکیې ته اخراج کړي. د یونان حکومت د پرېکړې له مخې ترکیه د سوریایي، افغان، سومالیایي، پاکستاني او بنګله دېشي کډوالو لپاره خوندي هیواد بلل کېږي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې د یادو هیوادونو ۱۱۷۸ اتباع د ترکیې له لارې لېسبوس ته رسېدلي دي. د لېسبوس حقوقي مرکز غړی ماریون بوشتل وایي چې یونان کې د پناه غوښتنې مرکې په وخت کې له افغان او سوریایي مهاجرو سره د ترکیې په اړه پوښتنې کېږي. هره مرکه یوازې ۱۵ دقیقې وخت نیسي.»

په ۲۰۲۰ کې یونان د پناه غوښتنې پروسې د چټکولو په موخه نوي قوانین تصویب کړل. د یو قانون له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې په اګست میاشت کې لېسبوس ته رسېدلي د هغو کسانو پرتله ژر ځواب ترلاسه کوي چې په ۲۰۱۹ کې لېسبوس ته رسېدلي وي.

ژان* یو له دغو مهاجرو دی. دغه کامرونی د اګست پر ۱۹مه متیلین ته رسېدلی دی. هغه وایي چې د سپټمبر پر ۲مه یې مرکه درلوده او په ۶مه کې یې منفي ځواب ترلاسه کړ. نوموړی زیاتوي چې چارواکو ته یې داسې اسناد وړاندې کړي چې ښيي چې نوموړی په خپل هیواد کې شکنجه شوی دی.

دودوما او الېکس په ۲۰۱۹ کې لېسبوس ته رسېدلي دي. دوی وایي چې د مصاحبې لپاره یې یو کال انتظار کړی دی. دوی چې غوښتنې یې رد شوې وې اوس د استیناف غوښتنه کړې ده. الېکس وایي چې یو ځل بیا یې منفي ځواب ترلاسه کړی دی. دودوما لا هم د خپلې غوښتنې ځواب ته انتظار کوي.

ماریون بوشتل وایي: «ډېری پناه غوښتونکي منفي ځواب ترلاسه کوي. لومړۍ محکمه کې د مدافع وکیل شتون ضروري نه دی، خو دویمه محکمه کې ضروري دی. ستونزه دا ده چې ټاکل شوي وکیلان تر ډېره په اټن کې دي او پناه غوښتونکي ورسره حضوري تماس نه لري.»

  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې