د لیتوانیا او بېلاروس ترمنځ پوله. انځور: رویټرز
د لیتوانیا او بېلاروس ترمنځ پوله. انځور: رویټرز

د اروپا د بشري حقونو محکمې د پرېکړې خلاف پنځه افغان مهاجر لیتوانیا ته تر داخلېدو وروسته د لیتوانیایي چارواکو له خوا بېرته بېلاروس ته استول شوي دي.

د یادو افغانانو د مدافع وکیلې په حواله دوی د اګست له ۲۹مې نېټې راهیسې لږترلږه ۱۰ ځله هڅې کړې چې لیتوانیا ته واوړي.

د لیتوانیا پوله ساتونکي بیا په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه کسان پرون پنجشنبه سهار لیتوانیا ته تر داخلېدو وروسته نیول شوي او بېرته بېلاروس ته استول شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي: «موږ غیرقانوني مهاجرو ته اجازه نه ورکوو چې خاورې ته مو داخل شي.»

سږ کال د منځني ختیځ او سوېلي اسیا څخه راغلي ۴۱۰۰ مهاجر لیتوانیا ته رسېدلي دي. اروپایي ټولنه وایي چې د بېلاروس ولسمشر الکسندر لوکاشېنکا پر مېنسک د بنذیزونو په غچ کې مهاجر د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو ته استوي.

بیا ولولئ: د لیتوانیا په رودنینکای کمپ کې د افغان مهاجرو نامعلوم برخلیک: «له جګړو وتښتېدو، خو اوس دلته بند پاتې یو»

تېره چهارشنبه د اروپا د بشري حقونو محکمې وویل د اګست پر ۱۵مه کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغان مهاجر د اړمنو کسانو په توګه پېژندل کېږي او ساتنې ته اړتیا لري.

محکمې زیاته کړې: «که چېرې پناه غوښتونکي د لیتوانیا په خاوره کې حضور ولري، نو دوی باید بېلاروس ته وا نه ستول شي.»

د لیتوانیا د پوله ساتونکو مشر رستماس لیوبایېواس بیا بي ان سي خبري اژانس ته ویلي چې محکمې دا هیواد دې ته اړ نه دی کړی چې مهاجرو ته خپلې خاورې ته د داخلېدو اجازه ورکړي.

«چا ته اجازه نه ورکوو چې لیتوانیا د غیرقانوني مهاجرت پر لاره بدله کړي»

 بل پلو د مهاجرو مدافع وکیلې استا استروسکین رویټرز ته ویلي چې دغو کسانو تېره یکشنبه له بېلاروس څخه خپل سفر پیل کړی و او له هماغه وخت راهیسې یې د لیتوانیا خاوره کې دننه ځانونه پت کړي ول. خو پولیسو بیا دوی بېلاروس ته اخراج کړل.

هغې دا هم ویلي: «موږ محکمې ته د روان حالت په هکله خبر ورکوو او غوښتنه ترې کوو چې له لیتوانیا څخه وغواړي چې یادو مهاجرو ته خپلې خاورې ته د داخلېدو اجازه ور کړي.»

بیا ولولئ: لیتوانیا وایي ناقانونه مهاجر پر شا تمبوي

په ورته مهال د لیتوانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند رویټرز ته ویلي، دغه پېښه د غیرقانوني مهاجر د نوې لارې د پرانیستلو په مانا ده. په وینا یې: «لیتوانیا چمتو ده چې له قانوني مهاجرو سره مرسته وکړي. خو موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د پناه غوښتنې سیستم څخه مو ناوړه ګټه پورته کړي او لیتوانیا د غیرقانوني مهاجرت پر لاره بدله کړي.»

 

نورې ليکنې