له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images
له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images

د پاکستان په سند ایالت کې د چهار شنبې په ورځ پولیسو ۱۱ افغانان د سفر اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي چې په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. بل لوري ته پاکستاني پولیسو، کوټې ته تلونکي لسګونه افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته استولي دي.

د پولیسو په وینا د ۶ ماشومانو او درې میرمنو په ګډون ۱۱ افغانان د سند او پنجاب پر پوله درول شوي او له دوې څخه د سفر د اسنادو غوښتنه شوې.

د اسنادو دنه لرو په تور دغه افغانان د سند ایالت د ګهوټکی پولیسو لخوا نیول شوي چې له نیول شویو کسانو سره افغاني او پاکستاني پیسې او ټیلفونونه ترلاسه شوي دي.نیول شوي افغانان د ګهوټکی پولیسو په بند کې دي او په اړه يي څیړنې جریان لري.

لسګونه افغانې کورنۍ له کوټې بیرته افغانستان ته لیږدول شي

هغه ۵۰ افغانې کورنۍ چه په دې وروستیو کې د سپین بولدک له لارې د پاکستان کوټې ته کډه شوې وې د پاکستاني پولیسو لخوا بیرته افغانستان ته اړول شوې دي.

بې بې سي د کوټې کمشنر سهیل الرحمان بلوڅ له خولې لیکلي چې دغه کورنۍ يي ځکه بیرته افغانستان ته اړولي چې په ناقانونه ډول پاکستان ته دننه شوې وي.

افغان کډوالو بې بې سي ته ویلي چې د طالبانو د جګړو له امله دوې اړ شوي چې پاکستان ته کډه وکړی.

نور ولولئ: پاکستان د پولې په اوږدو کې د کډوالو لپاره د کمپونو جوړل په کلکه رد کړ

وروسته له هغه چې د اګست په ۱۵ طالبانو د کابل ښار ولکه په لاس کې واخیسته زرګونه افغانانو هڅخه وکړه چې د ځمکې او هوا له لارې خپل هیواد پریږدي. نږدې ۱۲۵ زره افغانان د کابل له هوايي ډګر له لارې د امریکا او نړیوالو ځواکونو په مرسته افغانستان پریښودو ته اړ شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداري عالي کمیشنري په دې وروستیو کې  اټکل کړی و چې ښايي نیم میلیونه افغانان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شي.

ملګري ملتونه له دې وړاندې پر پاکستان او ایران غږ کړی و چې د افغانانو پر مخ دې خپلې پولې پرانیزي خو پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې د نورو افغانان کډوالو د منلو توان نه لري

 

نورې ليکنې