د کابل هوایي ډګر. انځور: رویټرز
د کابل هوایي ډګر. انځور: رویټرز

افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځینو ارویايي هیوادونو د کابل له هوایي ډګر څخه د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د طالبانو تر ګواښ لاندې ول. د دغو کسانو په ډله کې نهه بې سرپرسته ماشومان هم دي.

د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته زیات شمېر افغانانو له خپل هیواد څخه د وتلو لپاره هڅې وکړې. د دغو کسانو په ډله کې نهه ماشومان هم دي چې له خپلو کورنیو پرته پاریس ته را وستل شوي دي.

د مهاجرو د هرکلي او ادغام په چارو کې د بین الوزارتي پلاوي مشر الن رنیې وایي: «[د دغو ماشومانو راتګ] موږ غافلګیر کړو، موږ یې وړاند وینه نه وه کړې.» په وینا یې د دوی په ډله کې دوه وروڼه هم دي، چې یو یې ۶ کلن او بل یې ۱۵ کلن دی.

بل پلو د یو بشري سازمان غړي د خپل نوم د نه ښودلو په شریط سود وېست ورځپاڼې ته ویلي: «د پروازونو په لېست کې د ځینو ماشومانو نومونه ثبت شوي وو چې بالغو کسانو ته یې ورته تخلصونه درلودل. موږ ګومان وکړ چې دوی یې پلرونه او مېندي دي. خو کله چې دغه ماشومان فرانسې ته ورسېدل، و مو لیدل چې ګومان مو سم نه دی.»

بل پلو د فرانسې د کډوالۍ او ادغام مشر دیدیې لسکي وایي، کله چې دوی پاریس ته ورسېدل چارواکو ولیدل چې د دغو کسانو ترمنځ هېڅ ډول اړیکه نشته. په وینا یې د کابل په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ له امله ځینې ماشومان فرانسوي الوتکو ته وختل او ځینو کورنیو خپل ماشومان بالغو کسانو ته وسپارل.

بیا ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ټولټال ۲۶۰۰ کسان را ایستل شوي

د چارواکو په حواله یاد مهاجر د پاریس او سن سن دني د ماشومانو سره د مرستې ادارو ته سپارل شوي دي. ټاکل شوې ده چې په فرانسوي کورنیو کې ورته ځای ورکړل شي.

په ورته مهال د پاریس د ښاروالۍ مرستیاله دومینیک ورسیني وایي چې نوموړي ماشومان له جدي روحي ستونزو سره مخ دي. په وینا یې دوی خپلې ټولې هڅې کوي چې د ماشومانو له کورنیو سره اړیکه ټینګه کړي او فرانسه کې ورته د ژوندانه خوندي شرایط برابر کړي.

بل پلو د فورم رفیوجی کوزي سازمان غړی او د بې سرپرسته بهرنیو ماشومانو کارپوه لوران دېلبوس وایي، دغه ماشومان تر قبولۍ وروسته له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو حق ترلاسه کوي.

بیا ولولئ: د فرانسې د دولت شورا: د افغان مهاجرو د کورنیو د الحاق لپاره اضافي تدابیرو ته اړتیا نشته

د مهاجرو د هرکلي او ادغام په چاروکې د بین الوزارتي پلاوي مشر دا هم وایي چې دوی د یو تن ماشوم د پلار په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. د ده په خبره یاد سړی په یوه نظامي الوتکه کې امریکا ته تللی خو ماشوم یې فرانسې ته راغلی دی. الن رنیې زیاتوي چې دوی هڅه کوي چې د یاد ماشوم پلار فرانسې ته را وغواړي. 

 

نورې ليکنې