له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي پولیس. آنځور: picture alliance
له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي پولیس. آنځور: picture alliance

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنر فلیپو ګراندي ترکیې ته د خپل سفر په لړ کې د ترکیې له ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغان او سوریايي کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړي.

فلیپو ګراندي چې د چهارشنبې په ورځ يي ترکیې ته سفر کړی و،د خپل سفر په لړ کې يي د ترکیې د کورنیو او بهرنیو چارو زیرانو په ګډون د دغه هیواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان او سوریايي کډوالو د وضعیت، او له افغانستان سره د بیړنیو بشري مرستو په اړه بحث وکړ.

ګراندي په خپله ټویتر پاڼه کې د ترکیې له ولسمشر سره يي د خپلې کتنې په اړه لیکلي چې د اګست په ۸ مه يي د ترکیې له ولسمشر سره د سوريي کډوالو او افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو د وړاندې کولو په اړه لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنر همدارنګه د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو سره په کتنه کې، ترکیه کې د کډوالۍ د ننګونو په اړه خبرې کړي. هغه په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« مونږ ترکیه کې د مخ په ډیریدونکي کډوالۍ ننګونو ته د رسیدو په اړه خبرې وکړې ځکه چې ترکیه د سوریې، افغانانو او نورو کډوالو د لویې کچې کوربه دی. ډیرو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته، ترکیې او اروپا ته د افغان کډوالو د نویو څپه اړه اندیښنې ډیرې شوې. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري اټکل کړی چې ښايي نیم میلیونه افغانان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شي.

د ترکیې پولیسو لخوا د ۲۰۵ کډوالو نیول

 افغانستان کې د طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته ترکیې ته د افغانانو د کډوالۍ په شمیر کې ډیروالی راغلی دی. ترکي چارواکي د افغان کډوالو د نویو څپو په اړه اندیښمن دي او ویلي يي دي چې هره ورځ شاوخوا زره تنه کډوال په ناقانونه ډول د ایران له لارې د دوې خاورې ته د ننه کیږي.

له دې سره ترکیې له ایران سره پر پوله خپل تدابیر سخت کړي او د ترکیې په بیلابیلو ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د نیولو هڅې ډیرې شوې دي.

د ترکیې د انادولو خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۵ ناقانونه کډوالو د نیولو خبر ورکړ. انادولو لیکلي چې یوازې له ایران سره پر پوله وان ښار کې ۴۶ کډوال چې ۳۸ يي افغانان دي د ترکیې پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د رسمي شمیرو له مخې ترکیه دامهال د ۳،۷ میلیونه کډوالو کوربه ده چې له سوريي وروسته تر ټولو ډیر کډوال په کې افغانان دي.

 

نورې ليکنې